د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځنګلي ژويو د ساتنې ادارې په پنجاب کې يو يږ (ميلو) ژغورلی


د ځنګلي ژويو د ساتنې ادارې په پنجاب کې يو يږ (ميلو) ژغورلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

که څه هم په پاکستان کې د ځنګلي ژويو لپاره قوانین او ادارې شته خو بیا هم يوشمېر خلک د ځناورو حقونو ته سمه پاملرنه نه کوي. په دې ورستیو کې د پنجاب د ځنګلي ژويو ادارې د ځناورو د ساتنې لپاره کارکوونکې یوې نړیوالې خیریه ادارې (فور پاز) په مرسته په سرګودا ضلع کې هغه یږ یا میلو ژغورلی چې یو تن به د پیسو ګټلو لپاره له سپیو سره جنګاوه. د دې میلو ژامه څو ځایه ماته ده، په خوله کې یې غاښونه نه شته او په جګړه کې یې سپیو ځای په ځای غوږونه هم ژوبل کړي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.

XS
SM
MD
LG