د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته شانګلې ته تللې


ملاله یوسفزۍ ۱۳ کاله وروسته شانګلې ته تللې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:45 0:00

د سولې نوبېل انعام ګټونکې او د تعلیمي چارو مبارزه ملاله یوسفزۍ په څه باندې یوه لسیزه کې په لومړي ځل د خیبر پښتونخوا په شانګله کې خپل پلرني کلي ته تللې ده. طالبانو په ۲۰۱۲ز کال کې نوموړې ویشتلې وه چې تر هغې وروسته د درملنې لپاره برېتانیا ته ولاړه او اوس هلته اوسي. یوسفزۍ د مارچ پر پینځمه پر فېسبوک لیکلي چې ۱۳ کاله وروسته خپل کلي ته په ورتګ خوشاله ده. د ملاکنډ ډېوېژن د پولیسو مشر شېر اکبر خان د مارچ پر پینځمه خبریالانو ته وویل چې له یوسفزۍ سره یې پلار، مور او مېړه هم کلي ته تللي ول او هلته یې د ملالې یوسفزۍ په مالي ملاتړ د یتیمو ماشومانو ښوونځی هم ولید. د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبریال فیاض ظفر لنډه ویډیو.

XS
SM
MD
LG