د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنېد اکبر: له افغانستانه د ټي ټي پي وسلوالو د راوستلو پرېکړه د پوځ وه


جنېد اکبر: له افغانستانه د ټي ټي پي وسلوالو د راوستلو پرېکړه د پوځ وه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:17 0:00

د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنېد اکبر وايي، دا يوه پوښتنه ده چې که د ترهګرۍ مرکزونه په افغانستان کې وي نو افغانستان خو له نورو هیوادونو سره هم پولې لري، وسلوال هلته ولې نه ځي؟ نوموړي له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وويل چې له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسلوالو د راوستلو پرېکړه د دوی نه بلکې د پوځ وه. هغه زياته کړه، په هغه اړه به د تړلو دروازو شاته په کېدونکو خبرو کې د تحریک انصاف استازي هم د نورو ګوندونو د غړو په څېر ناست ول خو رول یې پکې نه وو. د پاکستان پوځ لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې وړاندې يې ويلي چې د ټولو وسلوالو پرضد بې توپيره عمليات کوي. جنېد اکبر وايي، اوس یې هم دریځ دا دی چې د مسلې حل باید په خبرو اترو ولټول شي. نوموړي له مشال راډيو سره په مرکه کې د پاکستان پر مجموعي سیاسي حالت او په خیبر پښتونخوا کې د زیاتې شوې ناامنۍ او د قبایلي سیمو د پرمختګ په اړه هم خبرې کړې دي. ويډيويي مرکه

XS
SM
MD
LG