د هند په یو ښار کې کونډې هم هولي لمانځي
په هند کې ډېری هندوان کونډې ښځې بدمرغه بولي او په اخترونو او د خوشالۍ په نورو مراسمو کې د ګډون اجازه نه لري. د هندوانو د دین او دودونو له مخې، کونډې ښځې باید ټول عمر سپینې جامې واغوندي. البته د اترپردېش ایالت په ورېندوان ښار کې کونډې هم هولي لمانځلی شي. پخوا به چې یوه هندوه کونډه شوه نو د مېړه له مړي سره به یو ځای سوځول کېده خو دا کار اوس په هند کې ناقانونه دی. هولي د پسرلي په راتګ لمانځل کېږي چې پکې خلک پر یو بل بېلابېل رنګونه پاشي او خوشالي کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.