د لاسرسي ځای

تازه خبر

د البانیا د سرښار تېرانا پر هوايي ډګر د دودیزې نڅا ننداره


د البانیا د سرښار تېرانا پر هوايي ډګر د دودیزې نڅا ننداره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د البانیا هنرمندان وايي ښکلي هنرونه د پاسپورټ په څېر دي او دوی غواړي چې د دې په وسیله خپل هېواد ته د ډیرو نړیوالو سیلانیانو پام راوګرځوي. دوی د سرښار تېرانا په هوايي ډګر کې د دودیزې او کلتوري نڅا یوه ناڅاپي ننداره وړاندې کړه چې الوتکو ته د ختلو په انتظار مساپرو ترې ډیر خوند واخیسته. د تعلیم، ساینس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسکو) د البانیا دودیزه نڅا د نړیوالې ورثې په فهرست کې هم شامله کړې ده. په دې هکله تفصیل د اې پي له ویډیو جوړ په دې رپورټ کې وګورئ.

XS
SM
MD
LG