د فرانسې د ګاډو جوړولو شرکت خودکاره بس جوړ کړی دی
د فرانسې د ګاډو جوړولو يو شرکت بې ډرېوره يا خودکاره بس جوړ کړی چې په برېښنا تر چارج کېدو وروسته تر ۱۲۰ کېلومیټرو پورې مزل کولای شي. تر اوسه په فرانسې، سوېټزرلينډ او هسپانیا کې د دې بس د چلېدو تجربې شوې دي. په بس کې داسې کېمرې او کشفي الات لګېدلي چې د ټکر له پېښو څخه د ژغورنې لپاره کار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ