د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یې له وسلوالو سره په نښته کې د "ځانګړو ځواکونو یو افسر" وژل شوی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د کیپټن حسنین اختر په مشرۍ د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه."
بیان وايي، په نښته کې کیپټن اختر او ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل شول. په ډېره اسماعیل خان کې یو استخباراتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د کلاچۍ تحصیل په کړي ملنګ سیمه کې په عملیاتو کې څلور سرتېري هم ژوبل شوي دي.
اخوا ای اېس پي ار په بیان کې وژل شوي مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي. د پاکستان پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې لا د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د مارچ پر ۱۸مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.