کشمير کې يخچالونه (ګلېشيېر) ولې په چټکۍ ويلېږي؟
د ملګرو ملتونو یوه څېړنه ښيي چې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې يخچالونه (ګلېشيېر) يا د واورې لويې ټوټې په چټکۍ سره ويلېږي. د نیلم ناوې اوسېدونکي وايي د يخچالونو د ویلې کېدو شاهدان دي او اندېښنه لري چې ښايي دا له هغې سیمې بېخي ورک شي. کارپوهان وايي د واورو د لويو ټوټو په ویلې کېدو سره د سېلابونو خطر هم زياتېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور