افغانستان کې پر څلورم کال هم نجونه تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي
د مارچ پر ۲۰مه د افغانستان د ځینو نورو سړو سیمو په څېر په خوست کې هم نوی ښوونیز کال پیل شو. د پوهنې د مسوولینو په وینا، دوی د نوي ښوونیز کال لپاره د شاوخوا ۳۵،۰۰۰ نویو زده کوونکو د جذب لپاره تیاری نیولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت لا هم د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي. په دې اړه نجیب الله الوخېل رپوټ لري