د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې چاودنې ۳ کسان وژلي دي


د کورمې نقشه
د کورمې نقشه

د کورمې په پاړه چينار کې پر ډنډر روډ د بمي چاودنې په نتیجه کې درې کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

په بره کرمه کې پولیس چارواکي وايي چې د لومړیو معلوماتو تر مخه د چاودنې نه وړاندې دغلته د ځینو کسانو تر مینځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو او یو تن پکې د لاسي بم برید وکړ.

پولیس وايي د پیښې د اصل محرکاتو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کرمه له تېرې اوږدې مودی راهیسې د تشدد او بیقرارۍ سره مخامخ ده او د پاړه چینار مرکزي لاره تړلې پرته ده.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وايي چې د بګن په ګډون یې په ځینو سیمو کې د وسلوالو د لټون عملیات پیل کړي او په تشدد کې ککړ ځیني کسان یې نیولي دي.

د چارواکیو په وینا د دې په نتیجه کې خواوشا نهه نیم سوه کورنۍ بېکوره شوې دي.


  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG