کردانو د شام په قامشلي ښار کې نوروز لمانځلی دی
د سوریې (شام) په شمال ختیز ښار قامشلي کې کردانو د مارچ پر ۲۱مه نوروز ولمانځه. کردان وايي چې سږ کال یې نوروز له پخوانیو هغو مختلف وو ځکه چې د بشارالاسد حکومت په ډېسېمبر کې ړنګ شو نو دوی په ډېره خوشالۍ نوروز لمانځي. دوی وايي، د اسد د واکمنۍ پر مهال ورسره توپیري چلند شوی دی. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.