اسلام اباد هايي کورټ د تحريک انصاف بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د ګوند او کورنۍ له غړو سره په اونۍ کې دوه ځله د لېدو اجازه ورکړې ده.
په هايي کورټ کې د مارچ پر ۲۴مه له عمران خان سره د ملاقاتونو او د جيل د حالاتو په اړه د درخواستونو اورېدنه وشوه. د تحريک انصاف وکيلانو تور پوری کړی چې عمران خان ته د ملاقات حق نه ورکول کېږي خو د اوریدنې پر مهال د زندان وکیل نوید ملک وویل چې د تحریک انصاف غړي له ملاقاته ناسمه ګټه اخلي او له عمران خان سره تر لېدو وروسته د اډیالې زندان بهر سیاسي بیانونه ورکوي.
عدالت د پرېکړې اورولو په وخت وويل چې له عمران خان سره به یوازې هغه کسان ملاقات کولای شي چې د عمران خان رابطه کار یې نومونه عدالت ته ورکړي وي. عدالت د دې ترڅنګ دا حکم هم کړی چې د اډیالې زندان مخې ته باید خبري غونډې ونشي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړ. نوموړی د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله جیل کې بندي دی.