د بلوڅو دحقونو فعاله سیمي بلوڅه زندان ته ولېږل شوه
د بلوڅو د حقونو فعاله سیمي دین بلوڅه د مارچ پر ۲۵مه په کراچۍ کې عدالت ته وړاندې کړل شوه. د نوموړې وکیلان وايي، عدالت هغه د عامه نظم ګډوډولو قانون (۳ اېم پي او) لاندې د یوې میاشتې لپاره زندان ته لېږلې ده. وکیلان وايي، د موکلې پر ضد یې مقدمه بې بنیاده ده. سیمي دین بلوڅه او یوشمېر نور د بلوڅو د پیوستون کمېټې غړي د مارچ پر ۲۴مه په کراچۍ کې د پولیسو لخوا نیول شوي وو. نوموړې او د هغې ملګرو د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاج کاوه. پولیس وايي په ښار کې ۱۴۴ دفعه لګېدلې او هېڅوک د مظاهرو اجازه نه لري نو ځکه یې هغه کسان ونيول. تر دې دوه ورځې مخکې د بلوچستان پولیسو د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشره، ماهرنګ بلوچ او له ۱۰۰ زیات نور بلوڅ پرلتوال هم په ورته تور نيولي وو. د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې هغه صحنې وینئ چې سیمې دین بلوڅه او د هغې ملګري د مارچ پر ۲۴مه په کراچۍ کې د پولیسو لخوا نیول کېدل.