د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو خلکو د پوځ په ډزو د یو ځوان تر وژل کېدو وروسته احتجاج پیل کړی


په بنو کې لسګونه خلک د پوځ لخوا د یو ځوان د وژل کېدو خلاف راوتلي دي: مارچ ۲۴، کال ۲۰۲۵م
په بنو کې لسګونه خلک د پوځ لخوا د یو ځوان د وژل کېدو خلاف راوتلي دي: مارچ ۲۴، کال ۲۰۲۵م

د خیبرپښتونخوا په بنو کې خلکو د مارچ پر ۲۴مه تر هغې وروسته احتجاج وکړ چې امنيتي ځواکونو په ډزو یو کس وواژه.

د احتجاج يو ګډونوال سید علي‌شاه مشال راډيو ته وويل چې پوځيانو په رڼا ورځ په وقاص نومي کس مخامخ ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. د هغه په خبره خلک د احتجاج له لارې د ولسي وګړو د وژنو ودرول غواړي.

مظاهره چيانو غوښتنه کوله چې پوځ دې ټولې تړلې لارې پرانیزي ځکه په چیک پوسټونو اکثره لارې تړلې شوې او خلک حيران دي چې په کوم سړک سفر کولی او په کوم نه شي. دوی وویل که پوځ لارې پراننیستې نو ولس به ورځي او په زور به یې خلاصوي.

د بنو خلک وايي ناامنۍ یې ژوند او کاروبار ځپلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

دوی همدا راز غوښتنه کوله چې د بنو امن پاڅون نیول شوي مشران عبدالصمد خان، ناصر بنګش، جمشید خان او غلام قیباز باندې جوړې شوې مقدمې دې واپس واخیستل شي.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د مارچ له څلورمې نېټې راهیسې په بنو کې پوځي چاوڼۍ پورې تللې ټولې لارې تړل شوې دي. د مارچ د ۲۴مې پېښه هم په تړل شوي سړک رامنځ ته شوې ده.

د مارچ پر څلورمه په بنو کې پر چاوڼۍ برید شوی وو چې دوو ځانمرګو بریدګرو د روژه ماتي پر وخت له بارودو ډک ګاډي د چاوڼۍ له دېوال سره ووهل او بیا پینځه وسلوال چاوڼۍ ته ننوتل او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې پیل کړې. د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي وو چې په هغو چاودنو کې چاوڼۍ ته نېږدې یو جومات او رهایشي ودانیو ته "زښت زیان" رسېدلی او پکې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۲ ژوبل شوي.

پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسوليت د "جيش فرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی وو.

يو امنيتي چارواکي‌ د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل سرتېرو هغه په موټر سايکل سپور سړی ځکه وویشت چې د ودرېدو په غږ سربیره هم هغه نه وو ودرېدلی.‌

د عبدالصمد په نوم یو مظاهره کوونکي مشال راډیو ته وویل: "د پوځ سرتېرو وقاص په مرمیو سوری سوری کړ، وروسته له هر طرف نه خلک راووتل او د دې پېښې خلاف یې مظاهره وکړه. موږ دعا کوو چې الله پاک دې دا شهید زموږ د خاورې اخري شهید کړي. موږ د یوه غم نه نه یو پاڅېدلي چې بل غم راباندې راشي."

په بنو کې د پوځ یو افسر د نوم پټ ساتلو په شرط د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د مارچ له څلورمې ڼېټې نه چاوڼۍ طرف ته ورغلې لارې تړل شوې دي او په حساسه سیمه (ریډ زون) کې چاته د تګ راتګ اجازه نشته نو خلک دې هغه لوري ته نه ورځي.

دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د بنو چاوڼۍ د ولسي ابادۍ سره په خوا کې پرته ده او خلک وايي، هغوی د ژوند د ضرورتونو د پوره کولو لپاره خامخا اړ کېږي چې له کوره ووځي او په هغو لارو تګ راتګ وکړي چې پوځ ممنوعه ګرځولې دی.

XS
SM
MD
LG