د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د پرمختیايي کارونو لپاره فنډونه جاري کړي دي


په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د پرمختیايي منصوبو لپاره د اضافي فنډونو منظوري ورکړې ده.

په یوه خبرپاڼه کې چې د مارچ پر ۲۸مه د وزیراعلی علي امین ګنډه پور له دفتره خپره شوې او مشال راډیو سره هم شریکه شوې راغلې دي چې په پېښور کې د صوبايي کابینې په غونډه کې د یادې صوبې د روانو پرمختیايي منصوبو لپاره د ۳۳ اربه اضافي روپو منظوري ورکړل شوې ده.

پر دې سربېره په صوبه کې د ضم شویو قبایلي ضلعو د ترقۍ لپاره د ۱،۰۹۵ مېلیونو روپو منظوري ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا فنډونه د ترقیاتي کارونو د زر تر زره سرته رسولو په موخه جاري کړل شوې دي.

په عین حال کې د سیمې ځينو اوسېدونکو مشال راډيو ته ویلي د پرمختیايي کارونو په اړه مطمین نه دي ځکه چې له کلونو راهیسې سر ته نه دي رسېدلي.

د بره مومندو ملک ګل شاه صافي مشال راډیو ته وویل: "دلته له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کړپې پر سړک کار روان دی، په وقفې وقفې سره کار ترسره کېږي خو سړک نه جوړېږي."

نوموړی وايي افسرانو، د اسمبلۍ غړو او ټولو اړونده ادارو ته یې خپل غږ رسولی دی خو چا یې ستونزه نه ده هواره کړې.

خو دا یوازې د قبایلي سیمو خلک نه دي چې د پرمختیايي کارونو نه مطمین نه دي، په مرکز پېښور ښار کې د ګلبهار اوسېدونکی ارسلان وايي: "ټول ګلبهار کندې کپرې دي، کوڅې خرابې دي، هرڅه وران پراته دي. دوی (حکومت) د ابادۍ په نوم ځمکه وسپړي، بیا نه ابادي وشي او نه هم ماتې ګوډې لارې پټې شي."

صوبايي حکومت د قبایلي او ښاري ضلعو د خلکو د ګیلو مانو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو مشال راډیو ته د وزیراعلی له دفتره په رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پرمختیايي چارو لپاره په منظور شویو فنډونو کې په ټوله صوبه کې د روانو ترقیاتي کارونو د زر تر زره سر ته رسولو لپاره د پیسو غم خوړل شول دی.

XS
SM
MD
LG