د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وايي له کاروبارونو ټولولو پرته پاکستان نه شي پرېښودای


افغانان وايي له کاروبارونو ټولولو پرته پاکستان نه شي پرېښودای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

په اسلام اباد کې مېشت افغانان وايي هېواد ته ستنېدو ته تیار دي، خو حکومت دې ورته مهلت ورکړي چې ټولې کاروباري چارې بشپړې کړي او ولاړ شي. یو افغان وویل، د کورنۍ ځینې غړي یې د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډونه لري چې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورکړي ول او نور بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت یا پي او ار کارډونه لري. دی وايي، که حکومت د تابعیت کارډ لرونکي وباسي نو کورنۍ یې تقسیمېږي. د پاکستان حکومت وايي، د بې اسناده او تابعیت کارډ لرونکو ایستلو ته ژمن دی. حکومت د اپرېل په لومړۍ اونۍ کې د هغو ایستل پیل کړل، خو وايي، د پي او ار کارډ لرونکي د جون تر پای پورې په پاکستان کې د اوسېدو جواز لري. موږ په اسلام اباد کې له یوشمېر افغانانو سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG