پاکستان هڅه کوي چې د انټرنېټ د کنټرول لپاره د مجازي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) استعمال محدود کړي. د حقونو فعالان دا د انټرنیټ د بندیزونو یوه بڼه بولي او وايي چې دا ګام خلک د بیان له ازادۍ څخه محروموي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ټولنيزو شبکو ځینې پاڼې تړل شوې دي او حکومت د انټرنېټ د کارونې لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.
فعالان وايي چې پاکستان د وي پي اېن له لارې د انټرنېټ د ازاد استعمال مخه نیسي. دا په داسې وخت کې کېږي چې په پاکستان کې پر انټرنیټ او ټولنيزو شبکو د بندیزونو له امله ډېر کاروونکي وي پي این کاروي.
چارواکي ادعا کوي چې دوی یوازې غیر قانوني وي پي این په نخښه کوي چې مجرمان او وسلوالې ډلې یې کاروي، خو د حقونو فعالان وايي چې دا محدودیتونه د ریاست پر ضد د نیوکو د مخنیوي لپاره دي.
د ډېجیټل حقونو څارونکې رمشا جهانګیر وايي چې د وي پي این د بندیز هڅې د حکومت لخوا د ډېجیټل کنټرول يوه بېلګه ده. راپور زیاتوي چې پاکستان د چین په څېر د انټرنېټ فایر وال هم عملي کړی، چې په پایله کې يې د انټرنېټ رفتار ورو شوی او انلاين کاروبارونو ته تاوانونه رسېدلي دي.
د وي پي این محدودولو هڅې په داسې وخت کې روانې دي چې په پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د زنداني کېدو له امله سیاسي کړکېچ رامينځته شوی دی. د تحریک انصاف پلویانو د هغه د خوشې کولو لپاره احتجاجي لاریونونه کړي، چې له امله يې په ځینو سیمو کې انټرنېټ بند کړل شوی وو.
پر نړیواله کچ د وي پي این استعمال قانوني دی، خو د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونو کې یا بندیز پرې لګېدلی یا یې لاسرسی محدود شوی دی. په دغو هېوادونو کې چارواکي انټرنیټ ته لاسرسی سخت کنټرولوي او د بیان د ازادۍ مخه نیسي.
د روان ۲۰۲۴ز کال په نومبر په میاشت کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د وي پي اېن محدودول د دې لپاره اړین دي چې "اورپکي" او د "فحش موادو خپروونکي" یې د خپلو فعالیتونو لپاره کاروي. وروسته د دیني عالمانو یوې ډلې وي پي اېن "غیراسلامي" وباله او ادعا یې وکړه چې دا د بدۍ د خپرېدو سبب ګرځي.
حکومت اعلان وکړ چې وي پي اېن به بند نه کړي، خو وګړو او شرکتونو ته یې امر وکړ چې د استعمال لپاره ځان راجسټر کړي. د پاکستان د مخابراتو ادارې په وینا، تر دې دمه له ۳۱،۰۰۰ زياتو وګړو او شرکتونو د راجسټرېشن پروسه بشپړه کړې ده.
د اقتصادي چارو پوهان خبرداری ورکوي چې پر انټرنېټ بندیزونه د پاکستان د اقتصادي بحران شدت لا پسې زیاتولی شي. حکومت اټکل کوي چې پاکستان هر کال له ډېجیټل محصولاتو دوه نيم اربه ډالره عاید ترلاسه کوي، چې دا د روانو بندیزونو له کبله له خطر سره مخامخېدای شي.