د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د بشري حقونو د فعال ادریس خټک د خوشې کولو لپاره مظاهره شوې ده


د نومبر پر ۱۳مه فعالانو د کراچۍ ارټس کونسل ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه.
د نومبر پر ۱۳مه فعالانو د کراچۍ ارټس کونسل ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه.

په کراچۍ کې د بشري حقونو فعالانو د یو مخکښ اونومیالي زنداني فعال ادریس خټک د خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د نومبر پر ۱۳مه د کراچۍ د ارټس کونسل ودانۍ مخې ته مظاهرې ته یوشمېر فعالان او د خټک ملګري ورغلي ول چې له ریاسته یې د جبري بې درکیو د درولو غوښتنه هم وکړه.

د ادریس خټک یو ملګري عبدالخالق ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې هغه له ننه پینځه کاله مخکې د نومبر پر ۱۳مه ورک شو او تر اوسه په زندان کې دی.

ده وویل چې له خټک سره حکومتي چلند د منلو وړ نه دی. "ادریس خټک د جبري بې درکیو په اړه ډېرې څېړنې کړې دي او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو لپاره یې کار کاوه. پر نوموړي د جاسوسۍ تورونه حقیقت نه لري او نیول یې د حق او انصاف د اصولو ضد کار دی چې د بیان ازادي یې هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده."

د ادريس خټک کورنۍ وايي، هغه په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان کې د ورکو شویو کسانو د يو لېسټ په برابرولو بوخت وو چې له اسلام اباده پېښور ته پر لاره په ملکي جامو کې امنيتي کارکوونکو له موټر څه ښکته کړ او له ځان سره يووړ.

له هغه وخته تر شاوخوا یو کال پورې د خټک په اړه هېڅ معلومات نه ول خو د بشري حقونو د نړيوالو ادارو پرله پسې فشارونو او عدالت ته د هغه د کورنۍ تر تګ وروسته د پاکستان د دفاعي چارو وزارت ومنله چې نوموړی له پوځي استخباراتو (مېلېټري انټېلېجنس) سره "د جاسوسۍ په تور" بندي دی. خو دا هغه تور دی چې د خټک وکیل او کورنۍ یې په بیا بیا رد کړی دی.

وروسته د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د پاکستان يو پوځي عدالت ادریس خټک ته د ریاستي رازونو د ساتنې او د جاسوسۍ مخنيوي قانون (Official Secrets Act) له مخې د ۱۴ کلونو قید سزا واوروله خو هغه دا پرېکړه چيلېنج کړه ځکه چې د هغه د وکيل انعام الرحيم په وینا، پوځي عدالتونه پر يو ملکي وګړي د پوځي قوانينو د عملي کولو اختیار نه لري.

د ادریس خټک لور تاليې خټک د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې مشال راډيو ته ویلي ول چې پلار یې "جاسوسي نه بلکې د بشري حقونو" په اړه څېړنې کولې چې "جرم نه دی."

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د کراچۍ څانګې مشر معین قریشي د نومبر ۱۳مې مظاهرې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ملکي عدالت باید د ۶۱ کلن ادریس خټک مقدمه واوري او له قانون سره سم دې ورته د خپلې دفاع حق ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) هم د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې خټک ته دې په ملکي عدالت کې ازادې او منصفانه اورېدنې حق ورکړي.

د پاکستان حکومت او پوځ لا د کراچۍ د مظاهرچیانو، فعالانو او د بخښنې نړیوال سازمان د څرګندونو او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ادریس خټک د بشري حقونو په اړه د څېړنو تر څنګ په سياست کې هم فعال پاتې شوی. هغه تر نيول کېدو څه موده مخکې په خیبر پښتونخوا کې د نيشنل پارټۍ مشر وو.‌

هغه د بښنې له نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) سره په افغانستان، قبايلي سيمو او بلوچستان کې د څېړونکي په توګه هم کار کړی دی.

هغه سازمان له ۲۰۲۱ز کال راهیسې د ادریس خټک د خوشې کولو لپاره کیمپېن کوي. سازمان په دې اړه څو ځلې د پاکستان حکومت ته خطونه استولي دي. د دې ترڅنګ د پاکستان او نړۍ د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو هم د هغه د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي ټوګه له څه ويلو ډډه کړې ده او د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې چې مشال راډیو د ادریس خټک د قضیې په اړه د پاکستان له دفاع وزارت سره رابطه وه نو چارواکو یې ویلي ول پر روانو عدالتي قضیو تبصرې نه کوي.

XS
SM
MD
LG