د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ پر مظاهرچیانو د پولیسو تشدد پرضد احتجاج شوی دی


پولیس د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مظاهرچیان نیسي ـ د اګست دویمې انځور.
پولیس د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مظاهرچیان نیسي ـ د اګست دویمې انځور.

د مدني ټولنو غړو او فعالانو په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ پر پلویانو د پولیسو تشدد، د هغوی نیولو او ورباندې د مقدمو دایرولو پر ضد احتجاج کړی دی.

د بلوڅانو د یووالي کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو د سیند پر پولیسو او حکومت نیوکې وکړی او پر مظاهرینو یې تشدد او د هغوی نیول یې وغندل.

په مظاهره کې د فعالانو ترڅنګ د پوهنتونونو او کالجونو استادانو او زده کوونکو هم ګډون وکړ. هغوی د بلوڅانو یکجهتي کمېټۍ په حق او د پولیسو مخالفت کې نعرې هم ووهلې.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې غړو او پلویانو د اګست پر دویمه د ګوادر پرلت په ملاتړ کې د کراچۍ له ارټس کونسله د خبریالانو تر مرکزه لاریون کول غوښتل، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ګڼ کسان یې ونیول.

د کراچۍ پوهنتون استاد ډاکټر ریاض احمد مشال راډیو ته وویل چې د بلوڅانو یکهجتي کمېټۍ په احتجاج کې د پوهنتونونو هغه زده کوونکي هم شامل ول چې پولیسو ورباندې تشدد کړی دی. "د شپې یوه نيمه بجه دلته (د کراچۍ پریس کلب مخې ته) شاوخوا ۱۵۰ ځوانان، چې د کالجونو او پوهنتونونو نجونه هم پکې وې، پولیس او ریاستي ادارو په بې دردۍ پر سړکونو کش کړل. اوس هم ډېر کسان ورک دي او نومونه یې په مقدمو کې نه شته. موږ اندېښنه لرو چې هغه کسان په [جبري] بې درکو کې شمار نه شي."

ډاکټر رياض احمد زياته کړه چې بلوچستان د "رياستي ادارو په ولکه" کې دی او هلته هېڅوک د خپل حق لپاره غږ نه شي پورته کولې او په سیند کې هم "له بلوڅانو سره ظلم روان" دی.

هلته د کراچۍ پولیس وايي چې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ غړو پر ضد یې د اګست په دویمه دوه مقدمې دایرې کړي دي.

پولیسو د ۱۳ کسانو ګرفتاري د ارام باغ تاڼې او د ۲۲ کسانو ګرفتاري یې د ارټلري میدان تاڼې په مقدمو کې ښوولې ده.

اخوا د بلوڅ یووالي کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ تور پورې کړی چې پولیسو ګڼ کسان امنیتي ادارو ته سپارلي دي او د ۵۰ تنو هېڅ درک نه لګي خو پولیسو دا تور رد کړی دی.

په کراچۍ کې د ګرفتاره کسانو وکیل اغا جلیل مشال راډیو ته وویل چې هغوی د اګست په درېیمه په کراچۍ کې عدالت ته حاضر شول او قاضي د پلټنو په موخه د یوې ورځې لپاره پولیسو ته وسپارل.

هغه هیله وښوده چې د اګست پر پینځمه به عدالت ټول کسان خوشې کړي.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د جولای پر۲۸مه په ګوادر کې د بلوڅانو قامي جرګه وربللې وه خو هلته د اخ و ډب او تاوتریخوالي تر پېښو وروسته یې په احتجاجي ناسته بدله کړه. د ګوادر پرلتوال د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو او په بلوچستان کې پر خپلو طبیعي وسایلو د واک غوښتنه کوي.

د ګوادر پرلت ملاتړ لپاره د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په نوشکي، تربت، حب، خضدار او د سیند په مرکز کراچۍ کې مظاهرې او کاربندیزونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG