د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان: د ۱۸م اییني ترمیم ختمول د پاکستان سیاسي نظام ګواښي


اېمل ولي خان د نومبر پر ۲۳مه په سوات کې غونډې ته وینا کوي.
اېمل ولي خان د نومبر پر ۲۳مه په سوات کې غونډې ته وینا کوي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان ویلي دي چې د ۱۸م اییني ترمیم د ختمولو هڅه د پاکستان اوسنی سیاسي نظام ګواښلی شي.

نوموړي د نومبر پر ۲۳مه د سوات په کوکارۍ کې د ګوند د غړو غونډې ته وویل چې د پاکستان د دفاع، ساتنې او پرمختګ لپاره یې مرسته کړې ده خو که د هغه بدلون ختمولو هڅه کېږي نو دا به د هېواد لپاره خورا ناوړه پایلې ولري. "له ۱۹۴۷ز کاله واخله تر ۲۰۲۳ز کال پورې په هر قسمه طريقه درسره لاړم. هره حربه مې استعمال کړه، د پاکستان د بچ کولو لپاره او پاکستان د چلولو لپاره او د پاکستان د ساتنې او پرمختګ لپاره. خو که چېرې تاسو یې نه غواړئ نو بیا پکې موږ هم نه یو. د ۱۸م ترمیم خاتمه د پاکستان خاتمه ده."

اېمل ولي خان تازه څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې په پاکستان کې داسې رپورټونه خپاره شول چې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ (ن) په یوه غونډه کې په ۱۸م ترمیم کې د بدلون په اړه د غور کولو لپاره کمېټي جوړه شوې ده.

خو د مسلم لیګ (ن) سېنېټر اسحاق ډار هغه رپورټونهې ګنګوسې بللې دي.

نوموړي د نومبر پر ۲۱مه د سېنېټ غونډې ته وویل چې د ګوند دستوري یا اییني کمېټۍ ته داسې کوم کار نه دی سپارل شوی او ګوند یې له ۱۸م ترمیم سره هېڅ ستونزه نه لري.

په ۲۰۱۰ز کال کې د پیپلز ګوند او عوامي نیشنل ګوند د اېتلافي حکومت په مشرۍ قامي اسمبلۍ د هېواد په اساسي قانون کې ۱۸م بدلون تایید کړ چې ورسره سم، د هېواد سیاسي نظام له نیمه ولسمشریزه بشپړ پارلېماني شو، د ولسمشر واک کم شو او صوبو د خپلو وسایلو د اختیار تر څنګ یوشمېر واکونه ترلاسه کړل.

د ترمیم له مخې، د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې مختصراً صوبه سرحد بلل کېده، نوم خیبر پښتونخوا شو.

د ۱۸م اییني ترمیم له مخې د وفاق او صوبې ترمینځ د واک او اختیار وېش واضح شو او صوبې د پخوا پرتله زیاتې واکمنې شوې. دا راز د صوبو ترمینځ د وسایلو د مساوي تقسیم د باوري کولو لپاره د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) په اېوارډ کې هم اصلاحات وشول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG