د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې د ۸ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان د پوځ سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان د پوځ سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې د اتو مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه په بيان کې ويلي دي چې امنیتي سرتېرو پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان په سره راغه (سره روغه) کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پکې یې د خان محمد په ګډون دوه مشکوک وسلوال ووژل او دوه یې ونیول.

پوځ په بیان کې ویلي دي چې خان محمد په "سیمه کې د هدفي وژنو او باج اخیستو په ګډون په ګڼو ترهګرو فعالیتونو" کې ککړ وو او حکومت یې پر سر د "یو مېلیون روپیو انعام" ایښی وو.

ای اېس پي ار ویلي چې امنیتي ځواکونو د ډېسېمبر پر پینځمه په لکي مروتو کې هم عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته" نښته وشوه. د پوځ په وینا، په نښته کې شپږ مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ د نورو وژل شویو مشکوکو وسلوالو پېژندګلوي او تړاو نه دی په ډاګه کړی او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. ای اېس پي ار د ډېسېمبر پر څلورمه هم په لکي مروتو کې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په خپل یو راپور کې وویل چې د هغې میاشتې په لومړیو درو اونیو کې په هېواد کې په بریدونو او نښتو کې لږ تر لږه ۵۵ امنيتي سرتېري او ۶۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG