د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ پېښور او ټانک کې په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ ګاډي له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ ګاډي له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په پېښور او ټانک کې د عملیاتو پر مهال په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده او وايي چې په ډېره اسماعیل خان کې په نښته کې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې سرتېرو د نومبر پر ۱۶مه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پېښور په بډه بېره کې عملیات کول چې پکې یې له وسلوالو سره نښته وشوه.

بیان وايي، په نښته کې د یو قومندان سمیع الله چې د شیني په نوم پېژندل کېده، په ګډون څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ وايي، څلورواړه وسلوال د قانون پلي کوونکو ادارو ته مطلوب ول.

په بیان کې راغلي چې هغه وسلوال د "باج اخیستو او هدفي وژنو په ګډون په ګڼو ترهګرو فعالیتونو" کې ککړ ول.

ای اېس پي ار په بیان کې زیاته کړې چې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې له وسلوالو سره په یوه بله نښته کې یو سرتېری وژل شوی دی.

پوځ د نومبر پر ۱۵مه په یو بل بیان کې ویلي چې سرتېرو د نومبر ۱۴مې او ۱۵مې ترمینځ شپې مهال د استخباراتي معلوماتو پر اساس په مچنخېلو کې عملیات کول چې له وسلوالو سره یې "سخته نښته وشوه" چې پکې اووه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ په بیان کې دعوه کړې ده چې د عملیاتو پر مهال یې د وسلوالو پټنځایونه ړنګ کړل او له هغه ځایه یې وسله هم ترلاسه کړې ده.

بیان زیاتوي چې هغه وسلوال په وروستیو کې په ټانک او شاوخوا سیمو کې پر "پولیس سرتېرو د هدفي حملو" په ګډون په "ګڼو ترهګرو فعالیتونو کې ککړ" ول.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۱مه په ټانک کې د پولیسو پر ګاډي د وسلوالو په برید کې د تاڼیدار په ګډون درې سرتېري ووژل او پینځه ژوبل شول. تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

ای اېس پي ار په بیانونو کې دا نه دي ویلي چې په پېښور او ټانک کې وژل شوي مشکوکو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ویلي دي چې حکومت د صوبې په یوشمېر برخو کې د امنیتي وضعیت ښه کولو هڅه کوي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه د ډېره اسماعیل خان د خبریالانو په مرکز کې مشال راډیو ته وویل چې په لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او ټانک کې امنیتي حالات ښه نه دي خو حکومت د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

پوځ د نومبر پر اتمه د خیبر پښتونخوا په شمالي سیمه چترال کې د عملیاتو پر مهال د دوو مشکوک وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

پوځ تر دې مخکې د نومبر پر شپږمه په بیان کې ویلي ول چې د خیبر ضلعې په تيرا کې له وسلوالو سره په نښته کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري او درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې ترمینځ شپې مهال وسلوالو د پنجاب په میاوالۍ ضلع کې د اېم اېم عالم اېیربېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز حمله کړې وه چې د پوځ په وینا، په شا یې وتمبوله او په نښته کې یې نهه واړه بریدګر وژلي ول.

تر هغې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

رپورټ وايي د جنورۍ له پیل راهیسې د سېپټېمبر تر پای پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.

رپورټ کاږي چې په هم دې موده کې د ناامنیو پر مهال ۳۳۳ عام خلک او په عملیاتو او نښتو کې ۳۶۸ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې په تېرو نهو میاشتو کې ناامني ۵۷ فیصده زیاته شوې ده او زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

تر دې وروسته ټي ټي پي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د سېپټمبر په میاشت کې یې په پاکستان کې ۱۰۶ بریدونه کړي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې شوي ول.

XS
SM
MD
LG