د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د ډزو په ۲ پېښو کې ۷ تنه وژل شوي دي


د مارچ پر ۲۷مه امنیتي او انتظامي چارواکي د کورمې هغې سیمې ته ورغلي ول چې پکې په لانجمن ځنګله کې بریدونه شوي ول.
د مارچ پر ۲۷مه امنیتي او انتظامي چارواکي د کورمې هغې سیمې ته ورغلي ول چې پکې په لانجمن ځنګله کې بریدونه شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوو جلا، جلا پېښو کې د ښوونځي د استادانو په ګډون لږترلږه اووه تنه وژل شوي دي.

د ضلعي پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو ته وویل چې دواړه پېښې د مې پر څلورمه شوې دي.

د ده په وینا، د پنجشنبې (زیارت) پر ماسپښین شاوخوا یوه بجه "نامعلومه" کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې پکې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شو.

دی وايي، تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یو سرکاري ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې چې پکې د څلورو استادانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د عمران په خبره، هغو خلکو دا ګومان کړی وو چې په ښوونځي کې یې د مخالفانو د سیمې استادان د بورډ امتحانونو دنده ترسره کوي، نو ځکه په سکول ورغلل.

د پولیسو مشر وايي چې په ښوونځي کې وژل شوي کسان د کورمې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي ول.

عمران وايي، له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې دواړه پېښې د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د پخوانۍ لانجې له کبله شوې دي، خو زیاتوي چې پلټنې روانې دي او وضعیت اوس کنټرول دی.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۳۰مه په لانجمن ځنګله کې د یو کس تر وژنې او د بل تر ژوبلېدو وروسته د کورمې شپږو قبيلو له انتظامیې غوښتنه وکړه چې پلټنې وکړي او د نورو حملو مخه دې ونیسي.

امنیتي چارواکو د مارچ ۲۵مې او ۲۶مې تر پېښو وروسته په سیمه پلټنې او پولیسو ګزمې پیل کړې وې.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې حکومت د سیمې د مشرانو یوه اته کسیزه جرګه جوړه کړې وه چې موخه یې د ځنګله د لانجې د هواري لپاره د کاغذات مال په نوم پخواني اسناد له سرکاري رېکارډه ترلاسه کول او بیا یې دواړو خواوو ته تر ښوولو وروسته فیصله کول ول.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG