د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نورالله ترین ۱ قضیه  کې بري کړی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نورالله ترین په کراچۍ کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نورالله ترین په کراچۍ کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سيند صوبې مشر نورالله ترین په یوه قضیه کې بري کړی دی.

د نوموړي وکیل قادر خان د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ پوليسو پر ترين او د هغه پر نورو ملګرو د ۲۰۱۹ز کال په فبروري کې هغه قضيه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د رياست او رياستي ادارو ضد ويناګانو کولو تور پورې شوی وو.

پوليسو نورالله ترين د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر څلورمه د عامه نظم زیانمنولو د هڅې په تور د يوې مياشتې لپاره نيولی وو.

پوليسو هغه وخت ويلي ول چې ترين د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې د حکومت له خوا د بې اسناده افغان کډوالو د نيولو پر وخت د پوليسو او نورو رياستي ادارو پر ضد ويناګانې کړي او د امنيت خرابولو هڅه يې کړه ده. نوموړي د پوليسو دا تورونه رد کړي ول.

وروسته په زندان کې پوليسو د نور الله ترين پرضد په ۱۱ نورو قضيو کې د هغه ګرفتاري وښووله.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عادل شاه د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د ترين پرضد تر اوسه په ۱۱ درج شويو مقدمو کې په څلورو هغو کې ضمانت شوی دی او په درو کې يې اورېدنې روانې دي.

په کراچۍ کې د پي ټي ايم وکيل قادر خان وايي چې د نور الله ترين پر ضد په درج مقدمو کې يو شان مادې لګول شوې دي چې په هغوی کې د ‏رياست پرضد د ويناګانو او د رياست او رياستي ادارو پر ضد د خلکو پارولو تورونه شامل دي.

د پي ټی اېم مشران دا ټول تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په اييني چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG