د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بکاخېل کیمپ کډوالو د میاشتنیو مرستو او اسانتیاوو نه ترلاسه کېدو پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دی


د بکاخېلو د کیمپ کډوالو تر دې مخکې هم مظاهرې او لاریونونه کړي دي - پخوانی انځور.
د بکاخېلو د کیمپ کډوالو تر دې مخکې هم مظاهرې او لاریونونه کړي دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو د میاشتنیو مرستو نه ترلاسه کېدو او د ژوند اساسي اسانتیاوو نه لرلو پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

هغه کډوال له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې په احتجاج دي او وايي چې حکومت له درو میاشتو راهیسې ورته میاشتنۍ مرستې نه دي ورکړې.

کډوالو د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په بکاخېلو کیمپ کې بجلي، د څښاک او ورځني استعمال پاکې اوبه نه لري او خیمې یې خورا زړې شوې دي چې له وجې یې ژوند لا زیات سخت شوی دی.

د کډوالو یو مشر ملک علي شاه خان احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې تر هغو یې چې چارواکو غوښتنې نه وي پوره کړې، احتجاج ته دوام ورکوي.

د بکاخېلو یو بل کډوال عبدالوهاب خان وویل چې تر دې مخکې یې هم د اسانتیاوو او مرستو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونه کړي دي خو نور نه غواړي چې هر ځل د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره پرلت ووهي بلکې دا ځل به چارواکي ورته ډاډ ورکوي چې په کیمپ کې ورته اسانتیاوې برابروي او نغدې مرستې به ورته هره میاشت پر وخت رسوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي خو هغوی وايي چې د ډېریو کورنیو نغدي مرسته له درو میاشتو راهیسې بنده ده.

خو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) یو ویاند احسان داوړ وايي چې حکومت د وزیرستانیو بې کوره خلکو اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی.

نوموړي د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت کډوالو ته میاشتنۍ پیسې د موبایل ټېلېفون سېمونو له لارې لېږدوي.

ده البته وویل چې ورسره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

داوړ مشخصه نېټه و نه ښوده خو و یې ویل چې حکومت به ژر بې کوره خلکو ته د میاشتنیو مرستو پاتې قسطونه ورکړي.

ده زیاته کړه چې پي ډي اېم اې هڅه کوي چې په کیمپ کې مېشت کډوال د ژوند بنیادي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، او حکومت یې ټولې ستونزې هواروي.

XS
SM
MD
LG