د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بکاخېلو کیمپ کډوالو تر حکومتي ډاډ وروسته ۲۰ ورځنی احتجاج ختم کړ


د بکاخېلو کیمپ کډوال د اګست پر ۱۰مه لاریون کوي.
د بکاخېلو کیمپ کډوال د اګست پر ۱۰مه لاریون کوي.

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو د ضلعي انتظامیې او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) له چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته ۲۰ ورځنی احتجاج پای ته رسولی دی.

هغه بې کوره شوي د میاشتنیو مرستو نه ترلاسه کېدو او د ژوند اساسي اسانتیاوو نه لرلو پر ضد په احتجاج ول.

هغوی وايي چې حکومت له درو میاشتو راهیسې ورته میاشتنۍ نغدي مرستې نه دي ورکړې او په کیمپ کې بجلي، د څښاک او ورځني استعمال پاکې اوبه نه لري او خیمې یې خورا زړې شوې دي چې له وجې یې ژوند لا زیات سخت شوی دی.

د شمالي وزیرستان لوړپوړي انتظامي چارواکي (اسېسټنټ کمېشنر) خالد عمران او د پي ډي اېم اې چارواکو د اګست پر ۱۰مه له احتجاجیانو سره ولیدل.

عمران وروسته مشال راډیو ته وویل چې بې کوره شویو خلکو ته یې د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.

دی وايي، د کیمپ د اوسېدونکو د برېښنا او اوبو مشکل یې ورحل کړ او په څو ورځو کې به د نغدي مرستو د وېش بهیر هم بحال شي.

د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر مذاکراتو وروسته یې احتجاج ختم کړی دی ځکه چې حکومتي پلاوي ورته ډاډ ورکړ چې مسلې به یې حل کړي.

دی وايي چې څه باندې ۵۰۰ کورنیو له درو میاشتو راهیسې نغدي مرسته نه وه ترلاسه کړې، چې له چارواکو سره تر خبرو وروسته بحال شوه.

ده زیاته کړه چې چارواکو ته یې وویل چې هغه بې کوره شوي وګړي دې خپلو سیمو ته ستانه کړي، که دا کار نه کوي، نو بیا دې ورسره دوامداره مرسته کوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

د پي ډي اېم اې یو ویاند احسان داوړ د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول چې ورسره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

حکومت او د پي ډي اېم اې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو له وسلوالو څخه د دته خېلو او شوال پاکولو عمل ته دوام ورکړی دی او چې هر وخت یې د امنیت پوره ډاډ ترلاسه کړ نو بې کوره شوي خلک به خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG