د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو یووالي کمېټي د جبري بې درکیو پرضد د او د خپلو حقونو لپاره لویه جرګه کوي


د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ پخوا هم د جبري بې درکیو پرضد مظاهرې او جلسې کړې دي - پخوانی انځور.
د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ پخوا هم د جبري بې درکیو پرضد مظاهرې او جلسې کړې دي - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتۍ) کمېټۍ د ورکو کسانو د موندلو او د خپلو حقونو لپاره په ګوادر کې جرګه کوي، د بلوچستان حکومت هغه بندري ښار ته تلونکې لارې تړلې دي.

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د جولای ۲۸مې غونډې ته د "بلوچ راجي موچي یا د بلوڅانو د ولسي جرګې" نوم ورکړی دی او وايي چې پکې د بلوڅانو د ټولو ولسونو او قبیلو غړي پکې ګډون کوي.

د کمېټۍ مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅې د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په غږيز پيغام کې ويلي دي چې حکومت د ګوادر د غونډې د "ناکامولو هڅې" کوي او د دې لپاره یې هلته تلونکې لارې تړلې دي.

بلوڅي دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو په مستونګ کې د بلوڅانو پر قافله ډزې هم کړې دي.

خو د بلوچستان د حکومت وياند د جولای پر ۲۷مه په بيان کې د هغې دعوه رد کړه او و یې ویل چې پر قافله د امنیتي ځواکونو د ډزو راپورونه "بې اساسه" دي.

خو کمېټۍ پر خپله رسمي اېکسپاڼه ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې پکې ښکاري چې خلک د ګوادر پر لوري روان دي او په ځینو ویډیوګانو کې د ډزو اوازونه هم اورېدل کېږي، خو معلومه نه ده چې ډزې څوک کوي.

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت د مرکز کوټې په ګډون په نورو سیمو کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه لګولې ده چې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز دی.

اخوا د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي ویلي دي چې حکومت هېچا ته د امنیت خرابولو اجازه نه ورکوي. نوموړي د جولای پر ۲۶مه صوبايي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي ول چې د یووالي کمېټي دې په ګوادر کې غونډه نه کوي ځکه چې په وینا یې هلته په راتلونکو ورځو کې د چین-پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) ځینې "مهمې پروژې پیلېدونکې" دي.

البته د بلوڅ یووالي کمېټۍ مشرۍ ماه رنګ بلوڅې ټینګار کړی دی چې جرګه به په ګوادر کې کوي.

خو د بلوچستان حکومت ویلي دي چې کمېټۍ ته یې په ګوادر کې د غونډې اجازه نه ده ورکړې.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ ویلي دي چې پولیسو او د امنیتي ادارو کارکوونکو د هغه ښار په ملير، ګلبهار، پاک کالوني او لیارۍ کې د بلوڅانو پر کورونو چاپې وهلې دي او د کمېټۍ مهم غړي او ګڼ پلویان یې نیولي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ غړو او پلویانو نیول غندلي دي.

خو د کراچۍ د پوليسو وياند محمد ريحان مشال راډیو ته وویل چې پر هېڅ کور یې چاپه نه ده وهلې او څوک یې نه دي نیولي.

XS
SM
MD
LG