د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې مشران په اسلام اباد کې پرلت پيلوي


اختر مېنګل پر حکومت تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې يې د ګوند د مخې نيولو هڅه کوي ـ پخوانی انځور.
اختر مېنګل پر حکومت تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې يې د ګوند د مخې نيولو هڅه کوي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې مشر اختر مېنګل اعلان کړی چې د پارلېمان پخواني غړي يې د اکتوبر پر ۳۰مه د خضدار ښار د وډ سيمې د امنیتي وضعیت په اړه په اسلام اباد کې پرلت پیلوي.

یاد ګوند د اکتوبر پر ۲۲مه د اختر مېنګل په مشرۍ د امن په نوم له خضدار ښار څخه تر کوټې پورې لاريون وکړ چې وروسته د کوټې په ايوب سټډيم کې په جلسه بدل شو.

غونډې ته د وينا پر وخت سردار اختر مېنګل پر حکومت تور پورې کړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې يې د ګوند د مخې نيولو په خاطر د هغه مخالفه شفيق مېنګل د ده پرضد کاروي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د اکتوبر پر ۲۲مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د مېنګل تورونه رد کړل.

جان محمد اڅکزي‌ زیاته کړه چې اختر مېنګل او شفيق مېنګل د ځمکې لانجه لري چې حکومت يې د حلولو لپاره کمېټۍ هم جوړه کړې ده.

د اکتوبر پر ۱۵مه د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل تور پورې کړی وو چې د خضدار په وډ سيمه کې د قبايلي جګړې په نوم ورباندې د برید "ستراتيژيک پلان" جوړ شوی دی.

خو هغه دا نه دي ويلي چې پلان چا او ولې جوړ کړی دی، البته مخالف لوري ته يې د "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ)" اصطلاح استعمال کړې ده چې ښايي اشاره یې خپل قبایلي مخالف شفيق مېنګل ته وي.

وډ د اختر مېنګل پلرنی کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده.

په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې د دواړو غاړو ترمینځ نښتې شوې چې پکې تر ۱۰ زیات کسان وژل شوي دي. شفيق مېنګل د اختر مېنګل د تورونو په اړه لا څه نه دي ويلي.

شفيق مېنګل پخوا د یوې ناقانونه بلوڅ وسلوالې ډلې مشر وو او دا مهال سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفیق مېنګل په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد د وسلوالو فعاليتونو تور وو. هغه د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال مشرف په کابينه کې د شامل پخواني وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د "جالاوان عوامي پینل" په نوم ډله لري. خو هغه له دې انکار کوي چې کومه وسلواله ډله لري بلکې څو کاله وړاندې يې له مشال راډېو سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې "په سيمه کې د سردارانو د ظلمونو پر ضد مبارزه کوي."

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې دواړو خواوو تر هغې وروسته ډزبندي وکړه چې د سیمې د پښتنو او بلوڅو مشرانو یو پلاوی د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په مشرۍ وډ ته ولاړ او له مخالفو خواوو سره یې جلا جلا خبرې وکړې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG