د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: عدالت د قومندان اسحاق په ګډون ۱۹ مشکوک وسلوال د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلي دي


په بنو کې پولیس او پوځیان له چاوڼۍ سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس او پوځیان له چاوڼۍ سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخواني قومندان اسحاق په ګډون ۱۹ مشکوک وسلوال د پلټنو لپاره د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) ته د سپارلو حکم کړی دی.

سي ټي ډي د جولای پر ۲۷مه په یو بیان کې وویل چې عدالت نیول شوي وسلوال د ۲۵ ورځو لپاره ورته سپارلي دي چې ورڅخه تحقیقات وکړي.

پولیسو هغه وسلوال د جولای پر۲۵مه د بنو پرلتوالو تر غوښتنې وروسته نیولي ول.

د پرلتوالو د غوښتنو په نوملړ کې یوه غوښتنه دا هم وه چې حکومت دې په سیمه کې "د ښو او بدو" وسلوالو پر ضد بې له توپیره کاروايي وکړي او مرکزونه دې یې ختم کړي.

په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې دا ډول دعوې او اصطلاحات رد کړې او زیاتوي چې پخوا یې هم بې له توپیره یې د وسلوالو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي او اوس هم هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

کمانډر اسحاق په بنو کې د "ښو طالبانو" یو مشر ګڼل کېده. پرلتوالو ویل چې هغه په بنو کې دفتر هم جوړ کړی وو.

د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پر ضد یې د سیمې خلکو جرګې، لاریونونه او پرلتونه کړي دي.

په بنو کې وروستی پرلت د جولای پر ۱۹مه هغه مهال پیل شو چې پر هم هغه ورځ د ناامنۍ پر ضد په لاریون کې د ډزو په پېښه کې یو تن ووژل او ۲۷ ژوبل شول.

پرلتوال وايي چې پوځ یې پر سوله ییز احتجاج ډزې وکړې خو د پاکستان پوځ تور پورې کړی چې مظاهرچیانو د امنيتي ځواکونو پر ضد په نعرو وهلو او کاڼو ویشتلو سرتېري وپارول. د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې سرتېرو له لارښوونو سره سم اقدام کړی وو.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۶مه بنو ته ورغی او د پرلتوالو د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ یې ورکړ چې ورسره سم احتجاجي ناسته پای ته ورسېده.

نوموړي په بنو کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات نه مني. هغه پولیسو ته د هر ډول وسلوالو پرضد د کاروایۍ کولو امر وکړ.

د ګنډه پور په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) تر دې یوه ورځ مخکۍ ویلي ول چې د صوبې پولیس او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه به نور د وسلوالو پرضد د کاروایانو مشري کوي او پوځ به یې ملاتړ کوي.

د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د جولايي پر ۲۵مه ناوخته په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د اپېکس کمېټۍ په غونډه کې د بنو د پرلت استازي هم موجود ول.

د بنو د سوداګرو خونې مشر ناصر خان بنګښ، چې په غونډه کې موجود وو، مشال راډیوته وویل چې چارواکو یې مهمې غوښتنې منلې دي چې اوس باید عملي شي.

XS
SM
MD
LG