د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان او سوداګر وايي جنوبي وزیرستان کې ځینې کسان د استخباراتي ادارو په نوم خلک ځوروي


په مکین کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ او د خلکو ځورونو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په مکین کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ او د خلکو ځورونو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د بر جنوبي وزیرستان د مکین بازار دوکاندارانو دعوه کړې ده چې په سیمه کې ځینې کسان چې ځانونه د بېلابېلو استخباراتي ادارو کارکوونکي یادوي سوداګر او ځايي اوسېدونکي ځوروي.

د غورځنګ ځايي مشرانو او سوداګرانو د اپرېل پر ۱۲مه په مکین بازار کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال وویل چې له یوې مودې راهیسې په بازار کې خلک ګرځي او له دوکاندارانو باج غواړي.

په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر رحمت شاه مسید مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر کسان په سیمه کې ګرځي او ځانونه د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د کارکوونکو په نوم یادوي چې د مکین بازار دوکانداران ځوروي او په مختلفو بهانو ورڅخه پیسې غواړي. "بله دا ده چې د شکتوی تحصیل د ځانګړه علاقه ده چې پکې [هغه کسان] خلک په دې بهانه خلک [نیسي] چې ورور، وراره یا زوی دې په طالبانو کې دی او یا ورته وايي چې طالبانو ته دې مړۍ (ډوډۍ) ورکړې ده، په دې نوم یې درې کسان اوچت کړي دي."

مسید وايي، هغه درې تنه د ځانګړې اوسېدونکي دي چې شاکر، مجاهد او ادم خان نومېږي او ان پولیس هم ورڅخه خبر نه دي. دی وايي چې هغه ګرفتارۍ غیر قانوني دي چې د سیمې اوسېدونکي یې غندي. مسید زیاتوي چې انتظامیه دې د هغو ټولو پېښو پلټنې وکړي او معلومه دې کړي چې پکې څوک ککړ دي.

د مکین د سوداګرانو ټولنې غړي منهاج سکندر هم مشال راډیو ته وویل چې هلته داسې کسان ګرځي چې ځانونه د اېف ای اې، پوځي استخباراتو (مېلېټري انټیلېجنس یا اېم ای) او د پاکستان د لویې استخباراتي ادارې (انټر سروېسېز انټیلېجنس یا ای اې اېس ای) غړي یادوي چې دوکانداران له طالبانو سره په تړاو او مرسته تورنوي او ورڅخه باج اخلي.

نورو دوکاندارانو هم د مظاهرې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ورته دعوې وکړې او زیاته یې کړه چې انتظامیه او پوځ دې د ځورونو مخه ونیسي.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین د احتجاجیانو د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ځورونې "شرغوښتونکي" کوي چې د حکومتي استخباراتي ادارو نوم کاروي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، "په هېڅ صورت کې ادارې په دې کې نه ملوث دي او نه ادارې دا کار کوي."

د حسین په خبره، تر اوسه د ځانګړې سیمې اوسېدونکو ورسره رپورټ نه دی دایر کړی چې له هغه ځایه درې تنه خلکو بیولي دي.

ده البته زیاته کړه چې د سیمې د اوسېدونکو او سوداګرو د ځورونو پلټنې کوي او پکې د ککړو کسانو خلاف اقدام کوي.

په مکین بازار کې هغه مظاهره پر داسې مهال شوې ده چې په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې د هغو ضلعو په بېلابېلو برخو کېمظاهرې، لاریونونه او ناستې شوې دي.

خو انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د وسلوالو ضد یې کاروایۍ ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG