د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو يووالي کمېټۍ: عبدالحی بلوڅ او نور ورک کسان دې خوشې شي


د ورکو بلوڅانو کورنیو په بیا بیا د خپلوانو د خوشې کولو لپاره احتجاجونه کړي دي - پخوانی انځور
د ورکو بلوڅانو کورنیو په بیا بیا د خپلوانو د خوشې کولو لپاره احتجاجونه کړي دي - پخوانی انځور

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ غوښتنه کړې چې د ډاکټر عبدالحي بلوڅ په ګډون ټول ورک کسان دې خوشې شي.

د بلوڅانو يووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټي) د غړو او پلویانو لاریون د اګست پر ۲۰مه په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون له مرکزي دروازې څخه پیل شو چې د ښار له بېلا بېلو سیمو تر تېرېدو وروسته د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاجي غونډه بدل شو.

مظاهرچیانو د ورکو کسانو انځورونه اخيستي ول او د هغوی د خوشې کولو لپاره یې شعارونه ورکول. د بې درکه ډاکټر عبدالحي بلوڅ خور مختیار بلوڅې وویل چې ورور یې د جون پر لومړۍ نېټه له خپله کلېنېکه ورک شوی او په وينا يې چې پولیسو لا د پېښې رپورټ هم نه دی دایر کړی.

بلخوا د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک بلوڅ هم پر حکومت غږ کړی چې د بې درکه کسانو ستونزه هواره کړي او د بلوچستان پر شتمنیو دې د بلوڅانو حق ومني.

نوموړي د اګست پر ۲۰مه د کوټې د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې دا ټولې چارې د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي.

د بشري حقونو سازمانونه او بلوڅ ملتپاله ګوندونه د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې په بلوچستان کې د مدني او سياسي فعالانو د ورکولو لپاره تورنوي خو د پوځ او حکومت دا ډول تورونه ردوي البته په بیا بیا یې ژمنه کړې چې دا ستونزه به هواره کړي. اخوا د پاکستان پوځ وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي.

د بلوچستان حکومت هم دعوه کوي چې د ۸۰ فیصده ورکو کسانو قضیې هوارې شوې دي. داراز، د بلوچستان اعلاوزیر سرفراز بګتي د روان ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې یوه پارلېماني کمېټي جوړه کړې وه او ویلي یې ول چې د مذاکراتو له لارې د ستونزو هوارول تر ټولو غوره خبره ده. خو د بلوڅانو د حقونو ټولنو له حکومت سره د مذاکراتو وړاندیز رد کړی وو.

په پاکستان کې د جبري بې درکیو څېړلو سرکاري کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه وویل چې له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د جبري بې درکیو ۱۰،۲۸۵ شکایتونه ثبت کړي دي چې ورڅخه یې د څه باندې ۸،۰۰۰ کسانو قضیې هوارې کړې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG