د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پر وره له سفري اسنادو پرته تګ راتګ بحال شوی خو خنډونه لا هم شته


په چمن کې یوشمېر مساپر سپین بولدک ته اوړي - د جولای ۲۳مې انځور.
په چمن کې یوشمېر مساپر سپین بولدک ته اوړي - د جولای ۲۳مې انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې په شناختي کارډ او تذکرو له افغانستان سره د تګ راتګ بهیر پیل شوی دی خو محدودیتونه او خنډونه لا هم شته دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د جولای پر ۲۴مه پر پوله بې له پاسپورټ او ویزې د خلکو تګ راتګ روان دی، خو دا بهیر خورا ورو دی.

هغه وايي چې په چمن کې د خلکو ګڼه ګوڼه ده خو پر پوله په یو ساعت کې شاوخوا پینځه تنه اوړي او پاتې خلک بیا تر شاوخوا درو ساعتونو پورې بلې خوا ته اوښتو ته انتظار باسي.

په چمن کې نهه میاشتنی احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.

د پرلت کمېټۍ غړو او مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومتي پلاوي په چمن کې احتجاجیانو ته د غوښتنو منل کېدو اعلان پر مهال نیول شوي کسان هم وروستي ول او خوشې یې کړل او د جولای پر ۲۳مه په شناختي‌ کارډ او تذکره د خلکو تګ راتګ پیل شو.

خو د پاکستان او بلوچستان حکومتونو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په سپین بولد کې د طالبانو د حکومت یو سرتېری له چمنه له ورتلونکو کسانو سره ولاړ دی - د جولای ۲۲مې انځور.
په سپین بولد کې د طالبانو د حکومت یو سرتېری له چمنه له ورتلونکو کسانو سره ولاړ دی - د جولای ۲۲مې انځور.

البته د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې اسلام اباد بايد خلکو ته له افغانستان سره په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ور نه کړي ځکه چې د "دوو هېوادونو ترمينځ بې له پاسپورټ او ویزې" د سفر اجازه نه وي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي. د حکومتي پرېکړې پرضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې احتجاجي پرلتونه پیل شول.

په داسې حال کې چې په چمن کې پرلت ختم شوی، د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې احتجاجي ناسته روانه ده.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي چې ورڅخه د چمن لاره د کندهار سپین بولدک ته تللې او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

XS
SM
MD
LG