د سيند په کراچۍ کې د چين قونسل جنرل له پاکستانه غوښتي چې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
يانګ يوندونګ د نومبر پر ۲۷مه د چين د ولسي جمهوریت د جوړېډو د ۷۵مې کليزې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې دې پر چينايي وګړو په شویو بريدونو کې د ککړو کسانو ضد کاروايي وشي.
هغه وویل چې په دې اړه يې د پاکستان له حکومت او امنيتي چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړی دی او تمه لري چې اسلام اباد به په دې لړ کې عملي ګامونه واخلي.
د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره نېږدې د چینایانو پر قافله برید شوی وو چې پکې د دوو چينايي انجينرانو په ګډون درې کسان وژل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبريشن ارمي (بي اېل اې) منلي وه.
د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار د نومبر پر ۱۱مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې د برید په تړاو يې د یوې ښځې په ګډون درې تنه نیولي دی. نوموړي تور پورې کړی وو چې نیول شویو له ځانمرګي بریدګر سره مرسته کړې وه.
تر دې وړاندې، د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.
يانګ يوندونګ د کراچۍ غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د پاکستان او چین اړیکې "تاریخي او ستراتیژیک اهمیت" لري او پر چینايي وګړو بریدونه د دواړو هېوادونو خپلمینځي باور اغېزمنوي.
پر چينايانو بريدونه شاوخوا یوه لسیزه مخکې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپیک) پر پروژو له کار پیلېدو راهیسې زیات شوي دي. د زیاتره حملو ذمه واري له پاکستانه ازادي غوښتونکې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.
د سیپیک پروژو چارې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ز کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې چې موافقه یې د چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ او د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف لاسلیک کړه.
سیپیک اصلاً د چین د "یو کمربند، یوې لارې" نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شینجيانګ صوبې له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳،۰۰۰ کېلومیټره اوږد دهلېز دی، چې د سړکونو، رېل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا پکې شامل دي.
بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې هغو پروژو د ځایي خلکو ګټې نه دي خوندي کړي. ځینې ګوندونه هم د پروژو د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي. په نړیواله کچه، هند د سیپیک د پروژو پر هغه برخه انتقاد کوي چې د پاکستان تر واک لاندې له لانجمنې سیمې کشمیره تېرېږي.
په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د سیپیک پروژو پر کارکوونکو وخت په وخت بریدونه کېږي. د پاکستان حکومت په وار وار ويلي چې د چينايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی.