د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: شیعه او سني مشرانو په کورمه کې پر اوربند کولو موافقه کړې ده


زیاتره ژوبل د پاړه چینار روغتون ته لېږدول شوي دي - د جولای ۲۸مې انځور.
زیاتره ژوبل د پاړه چینار روغتون ته لېږدول شوي دي - د جولای ۲۸مې انځور.

چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تر پینځه ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړه خواوې پر اوربند سلا شوې دي.

انتظامي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د کورمې شیعه و سني مشرانو له هنګو څخه د ورغلې ولسي مشرانو په جرګه کې پر اوربند موافقه وکړه.

هغه جرګه د جولای پر ۲۵مه سیمې ته ورغلې وه او پکې انتظامي او امنیتي چارواکي هم شامل دي.

چارواکي وايي، تر دې وروسته د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري په بوشهره (بوشارو او بوشېره هم بلل کېږي) کې مورچو ته ورغلل او پکې پهره کوي.

البته ځايي اوسېدونکي وايي چې د اوربند پر موافقې سربېره پر بوشهرې دوه راکټونه توغول شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا اوربند به پر ځای پاتي شي او که نه ځکه چې په تېرو پینځو ورځو کې زیاتره نښتې شپې مهال شوې وې.

د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت، د کورمې ضلعي انتظامیې او پولیسو د روانو نښتو او د اوربند موافقې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي چې د کورمې په یوشمېر برخو کې په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

د سیمې پولیسو د جولای پر ۲۸مه انتظامي او نورو حکومتي ادارو ته یو معلوماتي راپور استولی دی چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی. د هغه راپور له مخې، د جولای ۲۴مې له مازیګر راهیسې په پیل شویو نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل دي.

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ په نښتو کې مرګژوبله تر هغې وروسته زیاته شوې ده چې د جولای پر ۲۸مه د جګړې په ډګر او مورچو کې مړي وموندل شول چې هلته خلکو کورنیو ته سپارلي دي.

تر دې مخکې روغتیايي چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي ول چې د جولای ۲۷مې په نښتو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰۰ ژوبل شوي ول.

په سیمه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل کېدو، لارو بندېدو له وجې په نښتو کې د مرګژوبلې کره شمېر معلومول ګران دي.

د نښتو زیاتره ټپیان د پاړه چینار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه په هسپتال کې د ژوبلو د درملنې بهیر سم روان دی خو که نښتې همداسې دوام ولري نو روغتون د نورو ژوبلو د علاج وړتیا نه لري.

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د کورمې په بوشهره کې نښته د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې بیا د بالشخېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو وغځېدله.

تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړه خو ژر په فرقه ییز تاوتریخوالي واوښته. د ملیخېلو اوسېدونکي حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.

د کورمې په یوشمېر برخو کې د شیعه ګانو او سنیانو د ډلو ترمینځ د نښتو له وجې د تګ راتګ لارې، سرکاري دفترونه او ښوونځي تړل شوي دي او د بازار بندېدو له وجې هلته د خوراک څښاک شیانو کمښت پیدا شوی دی.

په جرګه کې د امنیتي او انتظامي ادارو چارواکي هم ګډون کوي - د جولای ۲۵مې انځور.
په جرګه کې د امنیتي او انتظامي ادارو چارواکي هم ګډون کوي - د جولای ۲۵مې انځور.

په همدې حال کې سیاستوالانو، مدني فعالانو او ولسي وګړو د جولای پر ۲۷مه په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له چارواکو یې د نښتو درولو غوښتنه وکړه.

د عوامي نیشنل ګوند یو سیاستوال نوشي جان د احتجاج پر مهال حیرانتیا وښوده چې څنګه د "ځمکې پر معمولي لانجې پیل شوي جنګ تراوسه دوام" موندلی دی.

اخوا د امامیه سټوډنټس اورګنایزېشن (امامیه محصلانو سازمان) هم له حکومته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

د شیعه زده‌ کوونکو هغه سازمان مشر حسن رضا د جولای پر ۲۷مه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر ځوانان د زده کړو لپاره پېښور ته تللي خو د جګړې له وجې هلته بند پاتې دي او په کورمه کې خپلو کلیو ته نه شي ستنېدای.

ده زیاته کړه چې د سیمې خلک یې "امن غواړي او هېڅوک د جنګ په حق کې نه دي."

له دې پرته د سنیانو او شیعه ګانو دیني عالمانو او ولسي مشرانو په سیمه کې پر روانو نښتو اندېښنه ښوولې او له چارواکو یې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي. خو په سیمه کې ډېری لانجې لا هم نه دي هوارې شوې چې پر سر یې وخت په وخت نښتې کېږي.

په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکیت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سیمه کې شیعه او سني وګړي مېشت دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه‌ يیز تاوتریخوالي اوړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG