د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سینده ۱۳۸ افغان بندیان هېواد ته لېږدول شوي دي


په سیند کې په بندي افغانانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي - پخوانی انځور.
په سیند کې په بندي افغانانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو څخه نور ۱۳۸ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سید عبدالجبار د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان یې د شنبې یا خالي پر ورځ هېواد ته ولېږدول.

دی وايي، اوسمهال شاوخوا ۵۰۰ افغانان د سیند په زندانونو کې بندیان دي چې د خوشې کولو او هېواد ته یې د استولو هڅې روانې دي.

په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان د سیند له زندانونو څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

په کراچۍ کې د بندي افغانانو وکیلې منیزې کاکړې د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، په تازه لېږدولو شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل ول.

د نوموړې په خبره، د هغو ښځو مړونه یا د کورنۍ نارینه غړي چې عدالت یې هېواد ته د استولو امر کړی، لا هم په زندانونو کې بندیان دي.

کاکړه زیاتوي چې په سیند کې د افغانانو د نیولو عمل دوام لري.

د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور ونیول.

یوشمېر افغانانو په تېرو میاشتو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي.

له هغو بندیانو څخه یې اکثر تر هغې وروسته پاکستان ته واوښتل چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.

له هغوی څخه یې یوشمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ یې په هیواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي.

په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيله منیزه کاکړه وايي چې دوی په پاکستان کې د بشري حقونو له ملي ادارې خواست کړی دی چي په زندانونو کې د بندو افغان ښځو او نورو ناروغانو درملنه دې وشي.

د سیند صوبايي چارواکو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG