د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان ځنډېدو راپورونه ناسم دي


په تورخم کې یوه مور او دوه ماشومان یې افغانستان ته د اوښتو انتظار باسي.
په تورخم کې یوه مور او دوه ماشومان یې افغانستان ته د اوښتو انتظار باسي.

پاکستان ویلي دي چې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو د پلان ځنډېدو په اړه راپورونه ناسم دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جولای پر ۱۰مه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې په لیکلي بیان کې ویلي دي چې "د غیرقانوني کډوالو د ستنولو" عمل د پخوا په څېر روان دی.

بیان زیاتوي چې پاکستانیو چارواکو په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له مشر فېلېپو ګراندې په وروستیو غونډو کې دا ډول تفاهم نه دی کړی.

دا تر هغې وروسته ده چې ګراندې وویل چې د اسلام اباد دا اقدام ستايي چې "د غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان" یې ځنډولی دی.

یو اېن اېچ سي ار د جولای پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ګراندې د هغه پلان د ځنډولو د دوام غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان وفاقي کابینې په هغه هېواد کې د شاوخوا ۱۴ لکه هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده غځولې چې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لري.

په پاکستان کې د پي او ار کارډونو لرونکو د اوسېدو موده د روان کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې وه.

د وزیراعظم دفتر د جولای پر ۱۰مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې حکومت په پاکستان کې د پي او ار کارډونو لرونکو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د جولای پر ۱۰مه د کابینې د غونډې انځور.
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د جولای پر ۱۰مه د کابینې د غونډې انځور.

په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي د جولای پر ۱۰مه په بیان کې په پاکستان کې د کډوالو د پاتې کېدو مودې غځولو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی وو. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ. نوموړي په پاکستان کې له افغان کډوالو او له پاکستانیو چارواکو سره وکتل.

بلخوا د پاکستان حکومت د لا نورو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده. د جولای پر نهمه وزيراعظم شهباز شريف په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې نړیوال باید د کډوالو د استوګنې او افغانستان ته د ستنولو لپاره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، د پاکستان اقتصادي او امنيتي حالات داسې دي چې غواړي ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

یو اېن اېچ سي ار وايي چې په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۱۴ لکه افغانان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ.

د پاکستان حکومت د دې اعلان پر سر د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه شول.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي.

څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه ول چې پاکستان د تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پلان هم لري، خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د جون پر ۲۷مه له مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي ول چې حکومت یې لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې.

خان زیاته کړې وه چې په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي.

XS
SM
MD
LG