د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند په شکارپور کې ۱ ماشوم ګوزڼ وهلی دی


په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان په سیند صوبه کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده چې ورسره سږ کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر څلور ته رسېدلی دی.

د سیند د روغتیا وزارت د جون پر لومړۍ تایید کړه چې په شکارپور کې یو دوه نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

دا په ۲۰۲۴ز کال کې په سیند کې د پولیو لومړۍ پېښه ده. تر دې مخکې په بلوچستان کې درې پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره د بیړني مرکز (نیشنل اېمرجنسي مرکز) په سیند کې د پېښې تر ثبتېدو وروسته د جون له درېیمې څخه د هېواد په ۶۶ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پیلولو اعلان کړی دی.

تر دې دوه ورځې مخکې د پاکستان پولیو پروګرام په نوم د ناروغۍ د مخنیوي او ختمولو ادارې مشر ډاکتر شهزاد بېګ له خپلې دندې استعفا ورکړه. د هغه هېواد رسنۍ وايي چې نوموړی په هېواد کې د ناروغۍ د وایرس خپرېدو له وجې له سختو نیوکو سره مخامخ وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر شپږمه په بیان کې ویلي ول چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې.

هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی وو.

چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG