د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د طالبانو قونسل جنرل د ملي ترانې بې احترامي کړې ده


یو امنیتي سرتېری د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
یو امنیتي سرتېری د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده وايي چې په پېښور کې د طالبانو د حکومت موقتي قونسل جنرل د ملي سرود یا ترانې "بې احترامي" کړې چې دا "د سفارتي یا ډېپلوماټیکو اصولو خلاف" کار دی.

ممتاز زهرا بلوڅې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په يو بيان کې ویلي دي چې د موقتي قونسل جنرل دا کار "د غندنې وړ" دی او زیاتوي چې پاکستان په دې ترڅ کې په اسلام اباد او کابل کې د طالبانو ډېپلوماټيکو او حکومتي چارواکو ته خپل احتجاج رسوي.

اخوا په پېښور کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان قونسلګرۍ په بیان کې ویلي دي چې قونسل جنرل محب الله شاکر د پاکستان ملي ترانې ته درناوی لري. بیان وايي، نوموړی په یوه غونډه کې ځکه د سرود په احترام و نه درېد چې پکې موسیقي شامله ده.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر موسیقۍ محدودیتونه لګولي دي او چارواکي یې موسیقي ناروا بولي. د هغو محدودیتونو له وجې ګڼ هنرمندان د هېواد پرېښودو او په نورو ملکونو کې پناه اخیستو ته مجبور شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا غبرګون تر هغې وروسته ښوولی چې د خیبر پښتونخوا حکومت محب الله شاکر په پېښور کې یوې غونډې ته بللی وو. په هغه غونډه کې د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په ګډون نور چارواکي هم شامل ول او چې د پاکستان ملي ترانه غږېدل پیل شول، نو ټول یې په درناوي ودرېدل خو شاکر او د طالبانو یو بل ډېپلوماټ، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، پر خپلو څوکیو ناست پاتې شول.

په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د هغې صحنې ویډیو لاس په لاس کېږي او خلکو له حکومته غوښتي دي چې هغه ډېپلوماټ دې له هېواده وباسي.

خو د پاکستان حکومت د محب الله شاکر، چې د ۲۰۲۱ز کال له اکتوبر راهیسې په پېښور کې د طالبانو قونسل جنرل دی، او د بل ډېپلوماټ د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG