د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د تحریک انصاف د وروستي احتجاج پر مهال د خپلې "ورکېدنې" په اړه پر ټولنیزو شبکو تنقیدونو ته ځواب ویلی دی.
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) تر دې وړاندې اسلام اباد ته د مظاهرې لپاره د تللي ګنډه پور د "ورکېدو" دعوه کړې وه.
د ګوند مخکښ اسد قیصر د اکتوبر پر پينځمه شپې ناوخته په يو ويډيو بیان کې د ګنډه پور د "ورکولو" تور پر وفاقي حکومت پورې کړ او زیاته یې کړه چې دا "د ټولې صوبې بې عزتي ده."
واکمن تحریک انصاف پر دې موضوع د بحث لپاره د اکتوبر پر شپږمه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ بیړنۍ غونډه وروغوښته او چې پکې د ګنډه پور د "بې درکۍ" په اړه تود بحث روان وو نو ناڅاپه نوموړی د ماخوستن پر نهه نیمو بجو تالار ته ورغی.
ګنډه پور اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې نیول شوی نه وو بلکې په اسلام اباد کې په خیبر پښتونخوا هاوس کې وو. ده وویل، پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې د نیولو لپاره چاپې ووهلې، خو پیدا یې نه کړای شو. "زه هملته ووم. وفاقي حکومت دې هم واوري چې دا ستاسو د [پولیسو] ای جي (انسپکټر جنرل) کارکردګي ده. دوی څلور چاپې ووهلې خو زه په خیبر پښتونخوا هاوس کې وم. ټوله شپه هلته وم."
د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګنډه پور نه حکومت او نه کومې استخباراتي ادارې نیولی دی.
تر دې وروسته پر ټولنیزو شبکو پر ګنډه پور نیوکې پیل شوې چې ځان یې خپله پټ کړی وو. د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو سیاستوالانو هم دعوه وکړه چې نوموړي ځان پټ کړی وو.
خو ګنډه پور د اکتوبر پر اتمه د صوبايي اسمبلۍ غړو او د تحریک انصاف پلویانو د مطمینولو په خاطر وویل چې د اکتوبر پر پینځمه د اسلام اباد جناح خیابان یا اېوېنیو ته ورسېد نو په خپلو ډرون کیمرو کې یې ولیدل چې له پولیسو سره هر ځای پوځ هم ځای پر ځای شوی وو.
ده وویل، په داسې حال کې د "تصادم" خطر وو نو ځکه یې هغه ځای پرېښود او ولاړ.
ګنډه پور له پښتونخوا هاوسه په مرموز ډول د خپلو وتلو دفاع هم وکړه او زیاته یې کړه چې د نیولو تیاری یې روان وو نو ځکه له هغه ځایه ولاړ.
ګنډه پور او د تحریک انصاف نور مشران او پلویان د اکتوبر پر څلورمه د اسلام اباد جمهوریت څلورلارې یا ډي چوک ته د مظاهرې لپاره ورغلي ول. هغه ګوند دا احتجاج د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره کړی وو.