د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي پر برمل ولسوالۍ "د پاکستان له لوري د توغندیو برید" غندلی


پاکستاني سرتېري په جنوبي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه له اغزن تار سره د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
پاکستاني سرتېري په جنوبي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه له اغزن تار سره د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي د پکتيکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د "پاکستان له لوري د توغندیو ورول" د افغانستان پر خاوره "تېری" دی.

پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي او په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو یې هم په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو یوې باخبره سرچینې د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته پر برمل د پاکستان له خوا د توغندیو برید تایید کړی دی.

هغې سرچینې د موضوع حساسیت له کبله د نوم او پېژندګلوۍ نه په ډاګه کولو په شرط وویل چې توغندي د جولای پر ۲۵مه ویشتل شوي او موخه یې د پاکستانیو طالبانو پټنځایونه په نښه کول ول.

سرچینې په هغه برید کې د مرګژوبلې په اړه څه و نه ویل.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم لا د توغندیو برید په اړه څه نه دي ویلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان د توغندیو ویشتل "په کلکه غندلي" او دا یې د "نړیوالو اصولو سرغړونه" بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي له یوې مودې راهیسې تور پورې کوي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د پاکستان پوځ او حکومت د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ تر وسلوال برید وروسته په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو د پټنځایونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

تر هغې وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د اصف او پوځ تورونه رد کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي ول چې "طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG