د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسمي چارو ادارې د پاکستان بېلابېلو برخو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی


په اسلام اباد کې د سخت باران پر مهال خلک کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د سخت باران پر مهال خلک کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) په راتلونکو ورځو کې د سختو ورښتونو پر مهال د کمرونو نړېدو د احتمالي خطر له وجې خلکو ته د احتیاط کولو سپارښتنه کړې ده.

د موسمي چارو ادارې د مارچ له ۲۸مې څخه د میاشت تر پای پورې د پاکستان په غرییزو او مرکزي برخو کې د بارانونو اټکل کړی دی.

هغې ادارې د مارچ پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په خیبر پښتونخوا، ګلیاتو، مري او د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر او ګلګت بلتستان کې د سختو ورښتونو پر مهال د کمرونو نړېدو امکان دی.

د موسمي چارو ادارې تر دې اټکل وروسته اېن ډي اېم اې په یو بیان کې ویلي دي چې د ورښتونو پر مهال ولاړو فصلونو، شمسیو (سولر پینلونو) او ودانیو ته هم د زیان رسېدو خطر دی نو کروندګر دې له احتیاطه کار واخلي.

هغې ادارې د ضلعو پر انتظامیو هم غږ کړی دی چې په مختلفو سیمو کې د سیلانیانو خوندیتوب هم باوري کړي او خلک چې هلته د سفر نیت لري، باید موسمي صورتحال په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ له پای راهیسې د مارچ تر پیله پورې ورښتونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځاني او مالي زیانونه واړول.

په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) هغه مهال ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو له وجې د کورونو او کمرونو نړېدو په پېښو او په سېلابونو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۲ ژوبل شوي ول.

د ادارې په وینا، د ورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۶۰۰ زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې وې او د کمرونو نړېدو له وجې په ځینو غرییزو سیمو کې سړکونه تړل شوي ول.

پي ډي اېم اې زیاته کړې وه چې ورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، کوز دير او بر دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کې اړولي ول.

په بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه په شويو بارانونو کې پینځه کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي ول.

هغو بارانونو او سېلابونو تر ټولو زیات زیان په بندري ښار ګوادر کې اړولی وو.

د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جیونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی ول.

د بارانونو او سېلابونو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي هم ول او په جېوني کې د اوبو ۹۵ سلنه بندونه مات شوي ول.

تر دې وروسته د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویل ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سرهپوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د ګوادر د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG