د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن: پارلېمان دې د "بنسټپالنې او د بلوه ګرو تشدد ختمولو هوډ" وکړي


بلوه ګرو د جون پر ۲۰مه د مدین په تاڼه کې ګاډي او سامانونه وسوځول - د جون ۲۱مې انځور.
بلوه ګرو د جون پر ۲۰مه د مدین په تاڼه کې ګاډي او سامانونه وسوځول - د جون ۲۱مې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ویلي دي چې پارلېمان دې د "بنسټپالنې او د بلوه ګرو د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره ګډ هوډ ښکاره" کړي.

کمېشن د جون پر ۲۲مه پر اېکس، پخواني ټوېټر، په بیان کې په سوات کې د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور د یو کس د وژنې تر پېښې وروسته له وفاقي اېتلافي حکومته غوښتي دي چې د دې ډول پېښو مخنیوي اقدامات دې وکړي.

کمېشن د سوات او په مې میاشت کې د پنجاب په سرګودا کې شوې پېښې ته په اشاره ویلي دي چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په تور پر دوو کسانو د پارېدلو کسانو له حملو ښکاري چې ریاست د عقیدې په نوم د بلوه ګرو د تشدد پر پېښو "قصداً یا د ځینو وجوهاتو له وجې پر خپله عملدارۍ جوړجاړی (سمجوته)" کړی دی.

هغې خپلواکه ناحکومتي ادارې په خپل بیان کې زیاته کړې ده چې په خپلو لاسونو کې د قانون اخیستو د پېښو پلټنو لپاره د کمېټۍ جوړولو پر وړاندیز په پارلېمان کې بحث نه کېدل د خپګان خبره ده.

د پاکستان وفاقي حکومت لا د کمېشن د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی دی چې د جون پر ۲۰مه د سوات په مدین کې پارېدلو کسانو د پنجاب یو اوسېدونکی د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور وواژه، پر تاڼې یې برید وکړ او ودانۍ ته یې اور واچاوه.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جون ۲۰مې پر ماخوستن په سوات کې د هغه کس د وژلو او د مدین تاڼې ته د اور اچولو د پېښې د پلټنو امر وکړ.

د سوات پولیسو د هغه کس د وژنې او پر تاڼې د برید په تړاو مقدمې دایرې کړې دي. د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د جون پر ۲۳مه وویل چې په هغه پېښه کې یې د ککړتیا په تور ۲۲ تنه نیولي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د روان کال د مې پر ۲۵مه د پنجاب په سرګودا (سرګودها) کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور یو مسیحي وګړی وواهه او ژوبل یې کړ او وروسته یې د هغه د کورنۍ د بوټانو جوړولو کارخانې ته اور واچاوه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

XS
SM
MD
LG