د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان کې طالب چارواکي د تېر حکومت پوليسانې ګواښي


په کابل کې د پوليسو په اکاډمي کې افغان ښځينه پوليسو ته روزنه ورکول کېږي ـ پخوانی انځور
په کابل کې د پوليسو په اکاډمي کې افغان ښځينه پوليسو ته روزنه ورکول کېږي ـ پخوانی انځور

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) وايي چې په افغانستان کې طالب چارواکو هغه مېرمني ګواښلي دي چې په تېر جمهوري حکومت کې يې په پوليسو کې دندې تر سره کولې.

د سازمان د ۲۶ پاڼو راپور د اکتوبر پر ۱۰مه د "دوه ګونی خیانت: د افغان ښځینه پولیسو پر وړاندې تېر او اوسنی ناوړه چلند" تر عنوان لاندې خپور شوی.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ورپېښو ګواښونو له امله ډېری پخوانۍ ښځينه پوليسې پټېدو ته اړ شوې دي.

راپور زياتوي چې تېر حکومت د پوليسو په ليکو کې ښځې ګومارلي وې، خو هغه وخت هم "سلګونه يې له جنسي ځورونې، تشدد او د نارینه همکارانو او مشرانو له ناوړه چلند سره مخامخ شوې البته له عاملينو سره يې هېڅ وخت حساب و نه شو."

پخوانیو او اوسنیو ښځینه پولیسو په افغانستان او هغو هېوادونو کې، چې دوی پکې پټې دي او یا هم د پناه په لټه کې دي، د کورنیو او طالبانو له خوا "د غچ اخیستنې له وېرې هغه رواني کړاوونه او ذهني ټکانونه بیان کړي چې هغوی ورسره مخامخې دي."

د بشري حقونو د څار سازمان کې د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ويلي دي چې پخواني افغان حکومت هغه ځورونې له پامه غورځولې او اوس بيا د طالبانو په واکمنې کې د تهديد له امله ښځينه پوليسې تښتېدلې دي.

دا راپور د پخواني حکومت پر مهال له ۲۴ ښځینه پولیسو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی. په دې کې د افغانستان په پينځو ولایتونو کې له ۱۰ ښځينه پوليسو سره مخامخ او له نهو سره له ليرې مرکې شوې دي. بلخوا په امریکا، سویډن، اېټالیا، ایران او پاکستان کې هم له پينځو ښځينه افغان پوليسو سره له ليرې مرکې شوې دي.

د بشري حقونو سازمان له هغو هېوادونو، چې د افغان پولیسو په لیکو کې يې د ښځو د روزلو او ګومارلو د پروګرامونو ملاتړ کړی وو، غوښتنه کړې چې له هغو مېرمنو سره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت لا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه او محدوديتونو لګولي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو درو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.

بلخوا د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۲۱مه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ.

هغه قانون تر ډېره په ټولنه کې د ښځو د څرګندېدو پر څرنګوالي متمرکز دی او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده یې د جدي تطبیق سپارښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سېپټېمبر پر شپږمه په اعلاميه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون بېرته واخلي.

XS
SM
MD
LG