د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران او پاکستان پر پوله د امنيت لپاره "د لازمې همکارۍ هوډ" ښوولی


د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د نومبر پر پينځمه په اسلام اباد کې د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وکړ.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د نومبر پر پينځمه په اسلام اباد کې د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وکړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي چې له پاکستانيو چارواکو سره يې د سيمې، په تېره د منځني ختيځ د روان کړکېچ او د ايران او پاکستان ترمينځ د پولې د امنيت پر موضوع خبرې کړې دي.

سيد عباس عراقچي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف، مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره تر ليدو وروسته د ايران په سفارت کې خبريالانو ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې دواړو خواوو د پولې د امنيت په برخه کې ځينې "نيمګړتياوې" په ګوته کړي خو په عين وخت کې يې "هوډ" ښوولی چې د هغو د پوره کولو او د پولې د امنيت د ښه والي لپاره به "لازمه همکاري" کوي.

د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې د عراقچي هغه خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پاکستانيو چارواکو ته يې په ډاګه کړې چې ايران د پاکستان پرضد ترهګري د خپل امنيت لپاره يو "خطر" حسابوي.

د پاکستان مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار بيا له سيد عباس عراقچي سره په اسلام اباد کې يوې ګډې خبري غونډې ته ويلي چې ايران او پاکستان موافقه کړې چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ د خاتمې لپاره په ګډه کار وکړي.

عراقچي د نومبر پر څلورمه په داسې حال کې پاکستان ته سفر وکړ چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې د ترهګرۍ پېښو د دواړو هېوادونو سفارتي اړيکې زيانمنې کړې دي.

د همدې موضوع حساسيت ته په کتو د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په جولای مياشت کې ايران ته سفر وکړ او د هغه هېواد له پوځي چارواکو سره يې په سيمه کې د ترهګرۍ او د دواړو هېوادونو د پولې د امنيت په څېر مسلو باندې خبرې وکړې.

دا چې د پاکستان سياسي حکومت له ايران سره پر پوله د ترهګرۍ موضوع څومره مهمه بولي او د حل لپاره يې څه وړانديزونه لري، په دې اړه د پاکستان د سرحدونو چارو وزير امير مقام د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې اسلام اباد ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير په وروستي سفر کې کومه لوظنامه نه ده شوې البته د پولې پر امنيت ساتنه خبرې شوې دي. "ظاهره خبره ده هر ملک غواړي چې له خپل ګاونډي هېواد سره يې پر پوله امن وي. کومه نوې خبره نه شته، بس د معمول کيسې دي."

نوموړي زياته کړه چې اسلام اباد ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال هغه په ځينو نورو کارونو کې "بوخت" وو، نو په وينا يې، ځکه ورسره ملاقات و نه شو.

خو په قامي اسمبلۍ کې د مرکزي حکومت د اېتلافي ګوند، متحده قومي موومېنټ (اېم کيو اېم) يو غړي ډاکټر فاروق ستار د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د پرمختګ په ځغل کې د سيالۍ لپاره ضروري ده چې د ايران او پاکستان تر مينځ پوله خوندي وي. "په ايران او يا هم د پاکستان په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې د دواړه هېوادونو د حکومتونو تريمنځ بې باوري پيدا کوي. زما په خيال که هدف د پولې په سمه توګه اداره کول وي نو د هغې لپاره لازمه ده چې دواړه خواوې له يو بل سره استخباراتي معلومات شريک کړي."

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان او ايران د همکارۍ په نتيجه کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د پولې امنيت ټېنګېدای شي او په نتيجه کې يې ټوله سيمه ارامه کېدای شي.

بلخوا د پاکستان سېنېټ غړی او د هغه هېواد پخوانی وزيراعظم انوارلحق کاکړ وايي چې د ايران او پاکستان د پولې د ښه امنيت لپاره د استخباراتي معلوماتو شريکول اړين دي.

نوموړي د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل "په دې لړ کې يو وړانديز دا کېدای شي چې د دواړو هېوادونو استخباراتي افسران په سيمه کې فعال وسلوال يا ترهګرې ډلې په نخښه او په اړه يې له يو بل سره معلومات شريک کړي. دا کار به د دوه اړخيزې اعتماد سازۍ لپاره ګټور وي."

په داسې حال کې چې پاکستان او ايران دواړه د ترهګرۍ له ستونزې سره مخامخ دي، د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم د کوم هېواد نوم ياد نه کړ خو و يې ويل چې د ترهګرۍ د هغو پېښو ترشا د نورو رياستونو لاس دی. نوموړي البته هوډ وښود چې ايران او پاکستان به د ترهګرۍ د اړوند چېنلنجونو مخه په پوځي، امنيتي او سياسي برخو کې د نيږدې همکارۍ په مټ ونيسي.

XS
SM
MD
LG