د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد په ایران کې د ۹ پاکستانیانو وژنه "وحشتناکه عمل" بللی دی


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دفتر مخکې ته ساتونکې پهره ورکوي ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دفتر مخکې ته ساتونکې پهره ورکوي ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د نهو پاکستانيو وګړو وژنه "وحشتناک" او "د کرکې وړ" عمل بللی دی.

د جنورۍ پر ۲۷ مه د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان کې د وسلوالو په برید کې نهه پاکستانیان ووژل او درې ژوبل شول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده. "موږ له ایرانیو چارواکو سره په تماس (رابطه) کې یو او د پېښې د سمدستي څېړلو او په دې ناوړه جرم کې د ښکېلو کسانو د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار کوو."

بیان زیاتوي چې حکومت د مړو جسدونه ژرترژره هېواد ته لېږدوي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې وژل شوي د پاکستان د کومو سیمو اوسېدونکي ول خو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼ لیکي چې پینځه تنه د پنجاب د مظفرګړ او نور د ملتان او بهاولپور اوسېدونکي ول.

تر اوسه څرګنده نه ده چې هغو کسانو په ایران کې څه کول خو پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې هغوی ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي ول.

د هغې پېښې پېښه ذمه واري چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جنورۍ پر ۲۸مه په یو بیان کې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د ایران مهر خبري اژانس د جنورۍ پر ۲۷مه وویل چې وسلوالو په سیستان - بلوچستان ولایت کې په یو کور کې پر "بهرنیانو" ډزې وکړې او نهه کسان یې ووژل.

اژانس لیکي، تر اوسه هېڅ کومې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.

هغه پېښه پر داسې مهال شوې چې د ایران او پاکستان سفیران تازه اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي او د دواړو هېوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې، تر لنډې ترینګلتیا وروسته، بیا پر ځای شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر ۲۶مه پر اېکس په یو بیان کې وویل چې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو د جمعې پر ورځ تهران ته او د ایران سفیر رضا امیري مقدم اسلام اباد ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.

اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

وروسته د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.

پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د "متقابل باور او همکارۍ په روحیه" پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG