د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د جګړې درولو لپاره په پاړه چینار کې احتجاج شوی دی


په کورمه کې د سېپټېمبر له ۲۰مې راهیسې د سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ نښتې روانې دي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې د سېپټېمبر له ۲۰مې راهیسې د سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ نښتې روانې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د فرقه يیزې جګړې د درولو لپاره په پاړه چنار کې احتجاجي مظاهره شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه له کورمې څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي حميد حسين توري په مشرۍ کې د پاړه چنار پرېس کلب مخې ته لومړۍ مظاهره وشوه چې وروسته په پرلت بدله شوه.

حميد حسين مشال راډيو ته وويل چې دوی له حکومته د جګړې د درولو غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې که حکومت مخلصه وای نواوس به جګړه درېدلې وای. نوموړي تور پورې کړ چې حکومت په سيمه کې د جګړې يو "نندارچی" جوړ شوی دی.

هلته په کورمه کې روانه جګړه کې د سېپټېمبر پر ۲۳مه هم د دواړو غاړو څلور نور کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل شوي دي. تر دې وړاندې په نښتو کې ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي دي.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشارو کې د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې اوس باليشخېل، خوار کلی، پیواړ، تري منګل، مقبل، کونج عليزو، بغکې، بدامه، کړمان او خومڅو سیمو ته غځېدلې ده.

د سېمې خلک وایي، په بوشارو کې د سېپټېمبر پر ۲۱مه جګړه ودرېدله، خو په څلورو نورو ځایونو کې لا هم روانه ده. ځايي استوګن وایي په سده او پاړه چینار کې د خلکو پر کورونو د توغندیو پرېوتو له امله ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د تاوتریخوالي د تازه پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د یو تنظیم انجمن حسينیه مشر جلال حسین بنګش مشال راډیو ته وویل چې هلته جګړه د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته او دا ډول وضعیت د سیمې د "بدبختیو" لامل دی.

کورمې ته د جنګ درولو لپاره له هنګو، اورکزو او کواټه د مشرانو جرګه هم ورغلې، خو تر اوسه د جګړې په درولو کې بريالي شوي نه دي. حکومت لا په دې اړه لا څه نه دې ويلي، البته د سرکاري جرګې يوه مشر حاجي عزت ګل د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل چې دوی د ډز بندۍ هڅې وکړې خو ناکامه شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

سږ کال د اګست پر ۲۶مه شیعه او سني مشرانو موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG