د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: ښوونځیو کې د ماشومانو داخلولو کیمپېن د مې تر ۱۵مې غځول شوی دی


د خیبر په تیرا کې ګڼ زده کوونکي د ښوونځي په انګړ کې ناست دي - پخوانی انځور.
د خیبر په تیرا کې ګڼ زده کوونکي د ښوونځي په انګړ کې ناست دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو ادارې په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلولو کیمپېن د مې تر ۱۵مې غځولی دی.

ادارې د مارچ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۲۹مې په صوبه کې له سکولونو بهر نېږدې ۲۰ لکه ماشومان په ښوونځیو کې د داخلولو لپاره کیمپېن وکړ.

د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو ادارې مشرې ثمینې الطاف د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې هغه کیمپېن ښه نتیجې ورکړي دي. "له مومندو، خیبر او قبایلي ضلعو څخه موږ ته ډېر مثبت ردعمل راغلی او موږ اوس د خوړو له نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) سره لوظنامه لاسلیک کړې چې له مخې به یې زده کوونکو نجونو ته د میاشتې ۱،۰۰۰ روپۍ وظیفه (سکالرشېپ) ورکوو."

هغې وویل په تورغر، شانګله او کوهستان کې ځینې خلک خپل ماشومان دیني مدرسو ته د زده کړو لپاره استول غوره ګڼي خو چارواکي پر داسې تګلاره کار کوي چې مدرسې د عصري زده کړو لپاره وکاروي.

ثمینې الطاف وویل چې د اپرېل تر ۲۹مې پورې په ترسره شوي کیمپېن کې یې ۲۰۰،۰۰۰ نورې نجونه او شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ هلکان په ښوونځو کې داخل کړي دي.

نوموړې زیاتوي چې تر اوسني وروسته په سږني سېپټېمبر کې بل کیمپېن پیلوي او ښوونځیو ته د ماشومانو د ورستنولو لپاره نوې تګلاره هم جوړوي.

نړیوال بانک په ۲۰۲۳ز کال کې په یو رپورټ کې ویلي ول چې په ټول پاکستان کې نېږدې ۲۰ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.

د راپور له مخې، زیاتره ماشومان د غربت او د کورنیو د خراب اقتصادي وضعیت له امله سکولونو ته نه ځي.

بانک ویلي، که حکومت د اقتصادي ودې زیاتولو هڅې وکړي او د دې لپاره مناسبې تګلارې جوړې کړي نو له دې سره د خلکو ژوند او تعلیمي وضع ښه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG