د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت پر وفاق د بجلۍ لوډشیډنګ مسلې هوارولو غږ کړی دی


په پېښور کې د ګیس یو پمپ د برېښنايي پارچاو له وجې کار بند کړی دی - پخوانی انځور.
په پېښور کې د ګیس یو پمپ د برېښنايي پارچاو له وجې کار بند کړی دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي که وفاق د بجلۍ پارچاو(لوډشیډنګ) ستونزه نه هواروي، نو د بجلۍ د وېش نظام به په خپل واک کې واخلي.

په خیبر پښتونخوا کې تربېلا بند برېښنا پیدا کوي چې له هم هغه ځایه د پاکستان مختلفو برخو ته انتقالېږي. له دې پرته په هر ښار کې د بجلۍ د وېش مرکزونه (ګرېډ سټېشنونه) هم شته.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جون پر۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د صوبې وزیراعلا د بجلۍ کمښت ستونزې د هواري لپاره له وزیراعظم، د پوځ له مشر، د انرژۍ چارو او کورنیو چارو له وزیرانو او د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) له لوړپوړو چارواکو سره کتلي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

نوموړي وویل چې د مهالوېش له مخې، د بجلۍ د وېش ادارې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ګېنټو پارچاو حق لري، خو د صوبې په ځینو برخو کې ۱۶ او ځینو کې ان ۲۲ ساعته لوډشیډنګ کیږي، نو ځکه وزیراعلا د بجلۍ د وېش نظام د کنټرول په خپل لاس کې د اخیستو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي وویل چې وفاقي حکومت د صوبې قرض هم نه پرې کوي او پر صوبې د بجلۍ د غلا تور هم پورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعلا علي امین ګنډه پور د جون پر ۱۹ مه د ډېره اسماعیل خان ګرېډ سټېشن ته ورغی او خپله یې د بټن په اړولو ښار ته د بجلۍ ترسیل بحال کړ.

وزیراعلا په اسمبلۍ کې خپلو پلویانو او د ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) ته هم ویلي چې په خپلو سیمو کې له ۱۲ ساعتونو څخه د زیات لوډشیډنګ اجازه ور نه کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د بجلۍ پارچاو زیات شوی دی چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه کړي دي. د صوبې اوسېدونکي وایي د صوبې په ځینو سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي.

د وفاق او خیبر پښتونخوا ترمینځ د بجلۍ او مالي موضوعاتو اړوند اختلافات له پخوا راهیسې موجود دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت اکثر دا شکایت کوي چې وفاقي حکومت د بجلۍ د وېش په برخه کې ورسره توپیري چلند کوي او د صوبې د حقونو خلاف ورزي کوي.

دا ستونزه د تېرو حکومتونو پر مهال هم موجوده وه، خو د تحریک انصاف د پلویانو په اوسنۍ واکمنۍ کې زیاته شوې ده.

وفاقي حکومت د وزیراعلا او د صوبايي حکومت د ویاند تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د جون پر ۲۰مه په ډېره اسماعیل خان کې له خبریالانو سره په خبرو کې پر وزیراعلا غږ وکړ چې د ګواښونو پر ځای دې له وفاق سره کښېني او ستونزه دې هواره کړي.

XS
SM
MD
LG