د خیبر پښتونخوا د کورمې په یوشمېر برخو کې د احتمالي عملیاتو له وجې د وتېزیو قبیلې لسګونه کورنیو له خپلو مېنو کډې کړې دي.
د مندوریو یو ولسي مشر کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، له سیمې څخه د کډو کولو بهیر له تېرو درو ورځو راهیسې روان دی او تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ منځنۍ کورمې او ټل ته تللې دي.
نوموړي زياته کړه، "د کوزې کورمې له بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) څخه شاوخوا ۶۰۰ کډې تللې دي."
د ده په وینا، کډوال وايي چې نه د حکومت قایمو کړیو کیمپونو ته ځي او نه [کورونه په کرایه] نیسي.
هغه پرمخ وويل، "دا ځکه چې حکومت ورته درې ورځې ورکړې دي چې پکې به سیمه له وسلوالو پاکه کړي او اپرېشن به کوي او تر هغې وروسته به خلک واپس کورونو ته ځي."
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) یو چارواکي شاه دراز وزیر د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه بې کوره شوي خلک سرکاري کیمپونو ته نه دي ورغلي.
ده زیاته کړه چې په ټل او هنګو کې یې کیمپونه جوړ کړي دي او تر ۱۰۰۰ پورې د کورنیو ته یې د اسانتیاوو ورکولو بشپړ تیاری کړی دی.
دا له هغه وروسته ده چې د کورمې ځايي چارواکو د مارچ پر ۱۷مه د کورمې د بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو.
د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په هغو پینځو برخو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل.
خو د کواټ ډېوېژن انتظامي مشر معتصم بالله شاه وايي، عملیات د سیمې د اوسېدونکو پرضد نه بلکې د وسلوالو پر وړاندې دي او د کورمې د امنیت لپاره اړین دي.
بلخوا د مندوریو یو ولسي مشر کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې "شپږ ځلې عملیات" وشول چې پکې ولسي خلکو ته زیانونه واوښتل خو د هغه په وينا، نوره ګټه یې و نه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د وتېزیو قبیلې د یوشمېر سیمو خلکو ته تر عملیاتو مخکې له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره درې ورځنی حکومتي مهلت (ضرب الاجل) د مارچ پر ۱۹مه پای ته ورسېد.
د عملياتو پرېکړه
حکومت په هغو سيمو کې د عملياتو پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کوزې کورمې په مندوریو کې پاړه چینار ته پر لاره د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید وکړ.
پولیس وايي، هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.
د پولیسو چارواکي وايي، امنیتی ځواکونو په هغو سیمو کې محدود او هدفي عملیات کړي خو اوس غواړي چې سيمه مکمله له وسلوالو پاکه کړي او د تګ راتګ لارې په بشپړ ډول د ولس او ګاډو د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړي.
د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.
په کورمه کې د ناامنۍ له وجې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.