د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې په بریدونو د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دی


د اکتوبر پر ۱۲مه تر خونړیو پېښو وروسته یوشمېر کسان د پاړه چینار روغتون مخې ته ورغونډ شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۲مه تر خونړیو پېښو وروسته یوشمېر کسان د پاړه چینار روغتون مخې ته ورغونډ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مسافرو د موټرو پر کاروان په برید کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وایي، ځینو زخمیانو په روغتونو کې سا ورکړه چې ورسره د وژل شویو شمېر لوړ شو.

د انتظامیې یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازنه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۱۲مه د کونج عليزو غره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ.

چارواکي دا هم وویل چې داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د سیمې سنیانو تر پېښې وروسته درې ورځنۍ برید اعلان کړی او د سدې بازار یې تړلی دی. شیعه مشرانو هم هغه بریدونه غندلي دي.

د کورمې سنیانو ویلي چې نور د کاروانونو لپاره د حکومتي له امنیتي خدماتو استفاده نه کوي ځکه چې حکومت یې په امنیت کې پاتې راغلی دی.

هغوی غواړي چې تر هغه وخته تګ راتګ دروي چې حکومت یې د امنیت لپاره جدي ګامونه نه وي پورته کړي.

د سدې ملک عبدالوالي خان د اکتوبر پر ۱۲مه مازیګر مهال په ویډیویي پیغام کې وویل چې حکومتي جرګه دې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د وروستي اوربند تړون د ماتېدو له وجې ۱۲ کروړه روپۍ ضمانت ضبط کړي او هغه پیسې دې په بریدونو د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته ورکړي.

په پاړه چینار کې د تحریک حسینیه په نوم د شیعه ګانو د سازمان مشر تجمل حسین د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل برید غندي.

هغه وویل د برید له ښکار شویو څخه یې اکثر شیعه ګان دي، چې دی یې مرګژوبلې زښت خواشینی کړی دی خو هېڅکله به د هغې حملې په څېر د ناوړه کارونو ملاتړ و نه کړي.

ضلعي انتظامي لا رسماً د هغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي خو کورمې ته د ورغلې سرکاري جرګې یو غړي حاجي عزت ګل مشال راډیو ته وویل چې حکومت هڅه کوي چر تر برید وروسته پیدا شوی وضعیت کنټرول کړي او شخړه په خبرو هواره کړي.

تر پېښو وروسته په کورمه کې حالات کړکېچن شوي او د تګ راتګ ټولې لارې تړلی شوي دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د د سېپټېمبر پر۲۰مه د ځمکې پر نښتې پیل شوی وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د ضلعې تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

نښتې له اورکزیو، هنکو او کواټ څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې.

د سیمې اوسېدونکو د هغه فرقه ییز تاوتریخوالي پرضد مظاهرې هم کړې وې. د امنیت د خرابې وضعې له وجې هلته د تګ راتګ لارې تړل شوې وې خو وروسته حکومت د ټل او پاړه چینار ترمینځ لویه لاره پرانیسته او مسافر لېږدوونکو ګاډو ته یې ویلي ول چې د کاروانونو په شکل کې دې تګ راتګ کوي. چارواکو د هغو کاروانونو د امنیت لپاره سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG